دینې لیکنې

له پیریانو د خلاصون علاج

حسان مجاهد

إبن عقيل رح په خپل کتاب[الفنون] کې ليکي: په بغداد کې يو کور و، هر څوک چې به پکې میشت شو، نو سبا به ټول به مړه وو، يو ځل د قرآنکریم يو حافظ ورته راغی، کور يې کرایه کړ او پکې مېشت شو حافظ ټوله شپه سالمه تېره کړه او سهار شو، شاوخوا ګاونډیان ورته حيران وو او ترې یې پوښتنه وکړه حافظ وویل: ما چې تېره شپه د ماخوستن لمونځ ادا کړ او د قرآنکریم تلاوت مې وکړ، ناڅاپه په سرای کې له څاه څخه یو ځوان را پورته شو او ماته یې سلام وکړ، زه وډار شوم، ده راته یو چا یا څه شي ووېیل: ته بېغمه شه، تاته هيڅ زيان نه رسېږي، ماته لږ قرآنکریم را زده کړه! بيا يې وويل: موږ مسلمان پیریان یوو، موږ قرآنکریم لولو او لمونځونه کوو او دا کور چې به هرچا کرایه کاوه، ټول به فاسقان وو، دوی چې به د شرابو په څښلو را ټول شول، موږ به سمدستي تر غاړو ونیول او وبه مو وژل؛ ځکه موږ ته يې ضرر رساوه.

نن چې په اکثرو ښځو او نارينه وو پیریان مسلط دي او په ډول ډول رواني ناروغیو او آفتونو اخته دي، لوی لامل يې دا دی چې، په مسلمانانو کې بې دیني خپره شوې ده، د فرائضو او واجباتو هېڅ خيال نه ساتي، د سهار او ماښام هغه مسنون اذکار يې له پامه ایستلي چې رسول ﷺ خپل امت ته ور ښوودلي دي او مسلمان  پرې د هر شي له ضرره ژغورل کېږي، داشان د عقیدوي کمزوريو تر څنګ په ډېرو ناروا کارونو، رواجونو، عاداتو او خرافاتو کې ښکېل دي.

له پیریانو او داسې نورو آزمايښتونو، آفتونو او ستونزو د نجات یوازینی علاج راسخه عقيده، د شريعت کامله اتباع، او له ګناهونو ځان ژغورل دي؛ ځکه انسان چې کله په ایماني ځواک پوره سمبال وي، عقيده او روحيه يې پياوړې وي، بیا هېڅ شی ورته زيان نه شي رسولای.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *