بېلابېلې لیکنېلیکنې

پر سيمه‌ييز قدرت د چین په بدلېدو کې د کابل ـ بېجینګ د اړېکو رول

ثناءالله عمران

جان میرشایمر وایي نړۍ د شطرنج یوه تخته تصور کړئ، چیرې چې دولتونه د قدرت خوندي کولو له‌پاره مانور کوي او د نړيوال قدرت په جوړېدو کې لومړی سيمه‌ييز قدرت جوړېدل مهم دي.

په منځنۍ او سويلي اسيا کې د نړۍ د نورو مطرح لوبغاړو په پرتله د چین رول مخ په ډېرېدو دی. د نورو عواملو تر څنګ د ستراتيژیکو معدني زيرمو شتون چين دې ته هڅوي چې په دې برخه کې پراخه پانګونه وکړي او دا به په سيمه کې د چين د نفوذ د پراختيا او سيمه يیز قدرت جوړېدو ته چې له وړاندې یې شکل نیولی، ښه لاره هوارولی شي.

په افغانستان کې د چین مخ پر وده لېوالتیا، د ا.ا.ا. د لوی سفير له منلو څخه نیولې بیا تر بنسټيزو معاملو پورې، دواړو هېوادونو له‌پاره د ستراتېژیک یون په توګه انګېرل کېږي.

له ډېر ځنډ وروسته اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ او د قدرت جزيرو او پر اشغالګرو اتکاء ته د پای ټکی اېښودل شوی. د اشغالګرو په شړلو سره د افغانستان او سيمي په جیوپوليټک وضعیت کې لوی بدلون راغلی اوګاونډ او سيمه‌ييز هېوادونه د غربي اشغالګرو ناولو سياستونو د خطر څخه تر یوه بریده لرې شوي، په واقعیت کې اوس افغانستان په سيمه کې د ننګونو او ګواښونو پر ځای د سیمې هېوادونو له‌پاره د مشترکو مشروع ګټو د تعقیب او مشترکو ګواښونو په وړاندې د تعامل په يوه هېواد اوښتی دی.

په زړه پورې خبره دا ده چې د شي جين پينګ په مشرۍ چین په نړۍ کې لومړی دولت شو چې د ا.ا.ا. پخوانی مرستيال ویاند بلال کریمي یې له شاوخوا دوو کلونو وروسته په بېجینګ کې د رسمي سفیر په توګه ومانه. په ډيپلوماټيکه برخه کې د چين او افغانستان دغه پرمختګ د غرب پر طبعیت سم ونه لګېد او د هغه په اړه یې له چين څخه د وضاحت غوښتنه وکړه او بیجينګ هم خپل ډيپلوماټيک وضاحت وړاندې کړ.

د غرب په مشرۍ د امریکا دغه ډول غبرګون له دې امله دی چې وکولی شي د ا.ا.ا. قضیې په اړه بین المللي ډيپلوماټيک اتفاق او انحصار په‌خپله ولکه کې وساتي، خو د روان ز کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه غونډه کې د چین او روسیې له لوري د سپنې رایې کارونه او په هغه کې د ا.ا.ا. پلاوي نه‌ګډون دا په ډاګه کړه چې له يوې خوا بین المللي ډيپلوماټیک اتفاق او انحصار د غرب په ولکه کې نه‌دی او له بلې‌خوا هېڅوک نه شي کولی د افغانستان اړوند بحثونو کې د ا.ا.ا بای پاس کړي.

چین د یوه نړيوال ځواک په توګه راپورته کېدو سره په سیمه کې د اوږد مهاله ګټو په لټه کې دی او له افغانستان څخه د امریکايانو له وتلو سره بېجينګ ته په سيمه  او افغانستان کې د نفوذ غځولو ښه زمينه برابره شوې، پر همدې بنسټ هغه له افغان حکومت سره د تعامل کچه لوړه کړې او په هېواد کې جیوپولیټیک او ستراتیژیک اهداف تعقیبوي؛ البته په افغانستان کې د چین نفوذ د ډېرېدلو یو لوی علت په‌خپله د امریکا سر ټمبه او استعماري سياستونو ته ورګرځي. که د امریکا سياسي رهبري غواړي چې خپل پرستېژ او ګټې خوندي کړي، نو ورته لازمه ده له واقعیتونو سره سم د متقابل چلند لاره خپله کړي.

همدارنګه چین له حاکم بین المللي وضعيت څخه په ګټنې هڅه کوي چې په سیمه کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي او ځان د یو مسؤل سیمه ييز ځواک په توګه څرګند کړي چې د سیمې په ثبات کې د پام وړ مرستې وړتیا ولري.

چین ته په افغانستان کې تر ټولو بنسټېزه مسئله ثبات او امنیت دی، یاد هېواد نه غواړي چې افغانستان ناامنه وي او قلمرو يې په وړاندې وکارول شي. دغه ډول اندېښنو ته یعنې د افغان خاورې نه استعمال ډاډ د ا.ا.ا. له لوري نه یوازې بېجينګ، بلکې نورو لرې او نیږدې جهتونو ته هم ورکول شوی او تر دې مهاله له افغانستان څخه کوم ګاونډي ته څه ګواښ نه‌دی متوجه.

د افغانستان او چین تر منځ ورځ تر بلې ډېرېدونکي تعاملات د متقابلو ګټو پر بنسټ مخته درومي، د دې له‌پاره چي افغان حکومت وکولی شي د افغانانو اقتصادي او ګڼو نورو اړتياوو ته ځواب وويلی شي او د  غرب له سياسي، اقتصادي او نورو محدودیتونو او فشارونو سره ښه مبارزه وکړي، اړ دی له چين سره ښې اړيکې ولري.

افغانستان د لیتیم، مسو او يو شمېر نورو قيمتي مینرالونو په شمول پراخې معدني زېرمې لري، چې د چین د ټیکنالوژیکې پراختیا او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت (BRI) په څېر د بنسټیزو پروژو له‌پاره خورا مهم دي. په داسې حال کې چې په تېر کې د کانونو چارې د امنیت نه شتون او اشغالګرو د شتون له امله له ننګونو سره مخ وې.

چین په بېلا بېلو وختونو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې او لا له وړاندې يې په بنسټيزو پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې چې په اوسنيو شرایطو کې دا ډول اقتصادي تعامل د جګړه ځپلي افغانستان له‌پاره خورا اړین دی.

همداشان د امو سیند له حوزې د تېلو استخراج تړون تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د ا.ا.ا. د چین د سنکیانګ د مرکزي اسیا د پټرولیم او ګاز شرکت (CAPEIC) تر منځ لاسلیک شو.دا تړون د ۲۵ کلنو له‌پاره لاسلیک شوی او ياد شرکت به د درېیو کلونو په اوږدو کې ــ ۲۰۲۶ ز کال ــ پورې په دې برخه کې ۵۴۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

پر دې سربېره د ۲۰۲۲ زکال د جولای له میاشتې راهیسې چین د افغان جلغوزو واردات زیات کړي او پر ۹۸٪ افغاني توکو يې تعرفه صفر ته را تېټه کړې ده. په پام کې ده چې د افغانستان اقتصاد له چین سره پر افغاني توکو د سوداګرۍ محدودیتونو د لرې کولو له لارې نور هم نږدې شي.

دا حقیقت چې افغانستان، چین او پاکستان هر کال درې اړخیزي غونډې کوي، نو څرګندېږي چې کابل د یو کمربند او یوې لارې پروژې د ګډون په برخه کې مهم دی. په داسي حال کې چې په پاکستان کې بیا په چين پورې اړوند پروژو او چینایي اتباعو  په وړاندې ورځ تر بلې خطر ډېرېږي، چې لامل يې د پاکستان په حکومت کې ځينو ځانګړو غرب پلوه کړيو ته ور ګرځي.

په دې ورستيو کې د ځينو خبري اژانسونو له ادرسه داسي معلومات خپاره شول چې ګواګي د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر اوسمهال په بلوچستان کې میشت دی او له همغه ځايه په سیمه کې فعالیتونه تنظیموي. دا به د سيمې هېوادونو ته ډېره ګرانه وي چې ومني د پاکستان تر زنې لاندې دا فعالیت پاکستانی اسټبلشمنټ خبر نه وي یا دي اړيکه وسره ونه‌لري.

داعش ته دا ډول زمينه سازي د سيمې د ناامنه کولو ترڅنګ د سیپيک(CPEC) او د واخان په شان د لویو سیمه‌يیزو اقتصادي پروژو د تطبیق په وړاندې ممکن خنډونه رامنځته کړي چې دا په منځنۍ اسيا کې د چين او نورو هېوادونو له ستراتیژیکو موخو سره په ټکر دي.

په داسې حال کې چې پاکستان د امنیتی ستوتزو تر څنګ، له شدیدو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دی، د دې له‌پاره چې له دغه ترينګلي وضعیت څخه يې د خپلو خلکو پام اړولی وي یا د خپلو ستراتیژیکو موخو له‌پاره د ګاونډیو هېوادونو او بین المللي ټولنې په اذهانو کې د افغانستان حکومت په هکله بدګماني او منفي ذهنیت رامنځته کړی وي، کله ناکله د افغانستان په ادرس بې بنسټه تورونه لګوي او په پاکستان کې نا امنیو ته له افغانستان سره تړاو ورکوي.

لنډه دا چې په افغانستان کې د چین ستراتیژیکې ګټې په منځنۍ اسیا کې د چین له پراخو هیلو سره تړلې دي. یو باثباته افغانستان په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ او پانګونې له‌پاره اسانتیاوې برابر وي او د یوه کمربند او یوې لارې پروژې له ودې سره به په سيمه کې د چین اقتصادي او سیاسي نفوذ ته زمینه مساعده شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button