افغانستان

بهر ته د پروسس په موخه د خامو کاني توکو لېږد بند شو

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کان کیندنې په برخه کې د یوې سترې چینایي کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې وزارت له هېواده بهر د کاني توکو پروسس ته اجازه نه ورکوي.

ښاغلي دلاور ویلي، د اسلامي امارت له شرایطو سره سم هغه کاني توکي چې په هېواد کې دننه پروسیس کیږي، مرسته او ملاتړ کوي او له هېواد نه د باندې د پروسیس په موخه د کاني توکو لېږد ته اجازه نه ورکوي.

د چین د کان کیدنې تر ټولو د سترې کمپنۍ (اېم سي سي هولوډا)رییسد کانونو او پټرولیم  له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د مسو، سربو او چستو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

اسلامي امارت له ټولو پانګوالو چې پر کانونو پانګونه کوي غوښتي، افغانستان کې دننه د کاني توکو پروسس ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *