شعرونه

غزل

زړه مې د درد او د غمونو په قفس کې لرم
نور څه مې هېر دي د یار سترګې په هوس کې لرم
د چا د سترګو دروازه مې ټک، ټک وټکوله
ورته ویل مې یو غریب زړه دې محبس کې لرم
پر زخمي زړه دې د یار غمه کېنولی نه شم
محترم یې خو یْوه ترخه خندا په وس کې لرم
د ژوند کیسه به مې په اوښکو پای ته ورسېږي
وقفه، وقفه سلګۍ، سلګۍ په هر نفس کې لرم
چې یو ماشوم یې پاتې شوي وې نور ټول شهیدان
داسې کورونه هم په دې مظلوم ولس کې لرم

رحمت الله ګرم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close