ټولنه اوکلتور
وروستيو اورښتونو کرګر هیله مند کړي
په کور د ننه پرله پسې وچکاليو ګڼ شمېر اوبیزې سرچينې وچې کړې،د ځمکې لاندې اوبو کچه مخ پر ځوړ لاړه ،یو شمېر بڼونه هم له منځه ولاړل او ډېری کورنيو د څښاک اوبو د نه لاسرسي له امله خپلې مېنې پرېښودې او کډوال شول.د روان ژمي په منځنۍ میاشت کې هوا لمرینه او ګرمه وه،اټکل داسې و چې سږ ژمی به وچ وي خو له نېکمرغه وروستیو اورښتونو ته په کتو که څه هم زموږ هېوادوال ترې تر یوې کچې اغېزمن شول د هوا پېژندنې د کارپوهانو په وینا تر هغې کچې واوره او باران اورېدلی چې په آباد کال کې اړتیا وي.دا په داسې حال کې د اورښتونو څپه کابو په ټول هېواد خوره ده،چې په ډېری شمېر سیمو کې د کرنې موسم رارسېدلی دی،د نیالګیو اېښودلو چارې په چټکۍ سره روانې دي،نو همدا څه دي،چې کرګر په پوره زړه خپلې کرنيزې چارې پیلوي.
حبیب الرحمن رحیمي