ټولنه اوکلتور

د ډېر خوراک تاوانونه

ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: د چا چې خوراک ډېر ششو هغه د الله د ذکر په خوند نه پوهېږي. ځينو حکماؤ فرمايلي: که د خوراک له امله ستا نس غټ و،يعنې ډېر خوراک دې کاو،نو خپل ځان فلج وشمېره يعنې يا به فلج کېږې او يا به هم داسې يې لکه فلج ځکه فلج انسان کارونه او عبادت سم نه شي کولای نو ته يې هم سم نه شې کولای. حکماؤ ويلي: لږ خوراک کوه چې په خوب کې هم حمد او ثناء ووايي. يعنې د لږ خوراک په کولو باندې انسان له ټمبلۍ ساتل کېږي، زړه، حواس او فکر يې حتی په خوب کې هم خپل واک او حس له لاسه نه ورکوي نو چې کله ويده شي خوب به يې هم داسې وي لکه عبادت؛ بد خوبونه به نه ويني، عبادت ته به ژر را ولاړېږي او د خوب له وجهې به يې په عبادت کې ځنډ او خنډ نه راځي.
قال عمر رضي الله عنه: من كثر أكله لم يجد لذكر الله لذة.[الحلم لإبن أبي الدنيا] قال بعض الحكماء: إن كنت بَطِنًا فعد نفسك زَمِنًا.[الجوع لإبن أبي الدنيا] قال بعض الحكماء: أقلل طعامًا تحمدْ منامًا.[مجمع الأمثال]

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *