تاریخ او جغرافیه

تاریخ وايي او لیکي

په څاه کې ولوېده ، مړه شوه :
حضرت سعید بن زید بن عمرو بن نفیل رض د قریشو د بني عدي له کورنۍ څخه و چې له نبوي هجرته ۲۲ کاله مخکې په مکه مکرمه کې وزېږيد، د هغه پلار زید له هغو مؤحدینو څخه و چې د بت عبادت یې نه کولو او په بتانو باندې حلاله شوې ذبح یې نه خوړله، یوه ورځ یې په بیت الله شریف کې دېوال ته ډډه وهلې وه؛ ویې ویل:(یا معشر قریش و الله ما منکم علی دین ابراهیم غیري). ژباړه: د قریشو ټولیه! په الله ج قسم چې په تاسو کې له ما پرته بل څوک د ابراهیم علیه السلام په دین نشته. (فتح الباري ابن حجر).همدارنګه رسول الله ص د ده په اړه وایي: « انه یبعث یوم القیامة أمة وحده». ژباړه: هغه به د قیامت په ورځ ځانته د امت په توګه راپاڅېږي. سیر أعلام النبلاءــزید د خپلوانو له خوا له مکې وشړل شو، نوموړی به پټ راتلو ځکه دی د بتانو د عبادت او د هغو په نوم د ذبحو مخالف و ، چې د حق د لټون په سلسله کې شام ته لاړ، د یهودو او نصاراوو له پوهانو سره کېناست، یوه یهودي ورته وویل: که غواړې غضب درباندې نازل شي نو زموږ یهودیت ومنه. ډېر وګرځېده او اخر د کومې عربي کورنۍ له خوا ووژل شو.
د زید زوی حضرت سعید بن زید رض په خپل قوم کې د نوم سړی و، د حضرت عمر فاروق رض خور یې په نکاح کړه او خپله خور یې هغه ته ور په نکاح کړې وه،چې د اسلام لمر په مکه کې راوخوت،نو دی څوارلسم کس و چې په اسلام مشرف شو، د ده او د ده د مېرمنې له امله عمر رض هم ایمان راوړ او د مؤمنو مسلمانانو لښکر یې پیاوړی کړ.سعید رض په خپل قوم او کورنۍ کې مشر و او له دې امله خو نه وځورول شو او نه حبشې ته مهاجر شو.کله چې مسلمانانو مدینې منورې ته هجرت وکړ دی هم مهاجر شو، له بدر غزا پرته په ټولو غزاګانو کې د رسول الله ص ملګری و، د بدرغزا کې طلحه بن عبیدالله او سعید بن زید رضی الله عنهما رسول الله ص د قریشو د کاروان د خبر په اړه لېږلي وو دوی،چې راستنېدل غزا پای ته رسېدلې وه، نو رسول الله ص د غنیمت برخه هم ورکړه او له هغه وروسته په ټولو غزاګانو کې حاضر او خپله توره یې ځلولې وه.د رسول الله ص له رحلته وروسته په یرموک، اجنادین، د دمشق په کلابندي او فتح کولو کې هم موجود و، د اجنادین معرکه هم د ده په اشاره پیل شوه، چې هماغسې فتح هم د مسلمانانو په برخه شوه.
حضرت سعید رض هډور انسان و، ډېر ښه او غوره صفات یې لرل، لکه دی او مېرمن یې د عمر رض د ایمان راوړلو لامل شول، په غزاګانو کې د سپرو مشر و، مستجاب الدعوات و(چې دعا به یې کوله قبلېده) . رسول الله ص لسو کسانو ته په یو ځل په دنیا کې د جنت زېری ورکړی، نو ځکه خو له العشرة المبشرة بالجنة څخه ګڼل کیږي.
حضرت عثمان رض په عقیق نومي ځای کې ځمکه ورکړې وه چې په هغه کې به بوخت و، عبدالملک بن مروان د مدینې والي و، د هغه په وړاندې یوې ښځې دعوی کړې وه چې سعید بن زید رض زما یوه ټوټه ځمکه لاندې کړې، ده وویل چې: ما نه ده غصب کړې، د رسول الله ص دا حدیث ووایه:« چا چې یوه لوېشت ځمکه له بل شخص څخه غصب(لاندې کړه)، د قیامت په ورځ به اووه طبقې ځمکه ورباندې کېښودل شي. بیا یې هغې ښځې ته ښېرا وکړې، نوموړې ړنده شوه، بیا په څاه کې ولوېده او مړه شوه.
حضرت سعید رض د هجرت په ۵۱ کال د څه باندې اویا ۷۰ کلونو په عمر وفات شو، حضرت سعد بن ابي وقاص رض غسل ورکړ او په مدینه منوره کې خاورو ته وسپارل شو، د مدینې منورې وګړي یې په بېلتون باندې زښت زیات خپه شول، د یادونې وړ ده چې د نوموړي کنیه ابو الأعور وه او دا هم باید وویل شي چې د رسول الله ص سلارکار و، په غزاګانو کې د عشره مبشره په څېر مخکې او په لمانځه کې یې شاته ولاړ و.
انسان باید زیار وباسي او د حق پلټنه وکړي، د حضرت سعید رض پلار د مکې د مشرکانو غوندې نه و، د هغو د کړو وړو یې مخالفت کاوه، نه یې بت په خدایۍ مانه نه یې د بتانو په نوم د ذبح شويو څارویو غوښه خوړله،نو د حق د لټون لپاره شام ته لاړ، ډېر ښارونه یې ګز او ګام کړل څو حق ته ورسېږي، یوه یهودي ورته وویل که زموږ په دین کې داخلېږې نو په غضب کې به ننوځې، ده ورته وویل: زه له غضب او عذابه تښتم . یو عیسوي ورته وویل: ته چې په څه پسې ګرځې او لټون یې کوې ، هغه د وروستۍ زمانې نبي او رسول دی د هغه د مبعوث کېدو وخت رانژدې شوی او هغه دلته نه شته هغه ستاسو په وطن کې په رسالت سره نازول کېږي، دی چې د وروستۍ زمانې د رسول په تلاش کې روان شو نو په لاره کې ووژل شو ځکه خو رسول الله ص وایي:(بېشکه هغه به د قیامت په ورځ د یو امت په توګه راپاڅېږي.) یهودي حبر د خپل دین د منلو وصیت ورته ونه کړ،بلکې د هغه بدي یې ورته بیان کړه، ځکه د هغوی دین له منځه تللی او منسوخ شوی دی. ولې له بده مرغه چې اوس ډېر واکمنان د یهودو تقلید کوي، هغوی چې په فلسطین کې کوم ظلمونه کوي په هغه چوپ دي!!
دلته شل کاله اشغالګرو تېر کړي او ډېرو افغانانو خو په دې هم باور نه لرلو چې بیا دلته اسلامي حکومت نه قایمېږي، نو له اسلامه پرته نور شیان یې لوستلي دوی ته د ارشاد او دعوت له لوري د کارمندانو لپاره درسونه په کار دي، ارشاد او دعوت باید د لویانو لپاره د عقایدو او فقهې کتابونه ولیکي پرې ویې وېشي او څلور میاشتې وروسته ازموینه ترې واخلي، د نومرو حد ورته وټاکي، که هغه نومرې (حد) پوره نه کړي باید بیا هغه کتاب پرې ووایي او بیا ازموینه واخلي، څو ټاکل شوې نومرې (حد)پوره کړي.
همدارنګه د مامورینو لپاره فکري پوهنه لازمي ده چې فکري پوهنه او روزنه ورکړي، ځکه ښکېلاکګرو یې دماغ ور مينځلی، که په بحث کې داخل شي داسې خبرې به کوي چې هغه یې له استعمارګرو یادې کړې دي!ْ!!
یوه ښځه په هغه کس د ځمکې د غصب عریضه کوي چې د جنت زېری په دنیا کې ورباندې شوی دی، خو د هغې دروغ ثابتېږي او په کوهي(څاه) کې لوېږي او مړه کېږي. زموږ په هېواد کې د شل کلن اشغال له امله د اشغالګرو ګوډاګیانو دلته په شنه زور، زور واکي کړې ده، ډېرې ځمکې یې له نورو غصب کړې دي او لویې لویې ودانۍ یې پرې ودانې کړې دي، هر ډول غصب یې پرې کړی دی، د افغانستان اسلامي امارت ته پکار دي چې د غضب اړونده عریضې او دعوې ورته راشي ، باید په پوره شفافیت سره وڅېړل شي فیصله یې کړي او د دعوی د صحت په صورت کې ځمکه اصلي خاوندانو ته وسپاري.همداشان کومې ځمکې چې په شل کلن اشغال کې غصب شوې او د اړوندو ادارو د اسنادو مطابق هغه د حکومت دي نو لازمي ده چې د اصولو او مقرراتو سره سم هغه ځمکې د حکومت(امارت) املاکو ته ضم کړي، همدا اوس چې د کابل په ښار کې سړی ګرځي نو ډېرې ځمکې او سړکونه یې د غاصبانو له ولکې خلاص کړي دي چې د وطندوست انسان زړه ورباندې خوښ شي.
همداراز زورواکانو چې حکومتي ځمکې پلورلې دي، هغه هم اعاده کول او د امارت په تحویل کې ور کول لازمي دي، اما هغه ځمکې چې له ابادۍ لرې او شاړې وې خرڅې شوې دي، نو هغه هم د اصولو او مقرراتو مطابق پېرودونکو ته ور انتقالول په کاردي، دومره ډېر اقسام یې دي چې هغه په دې څو کرښو کې نه خلاصه کېږي.

ســمســور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *