تاریخ او جغرافیه

اوسنۍ اسلامي نړۍ ته د ابوریحان البیروني پیغامونه

البیروني او انتقادي تفکر
دا چاره د یوې علمي مسئلې په توګه د شلمې پېړۍ وروستیو کې مطرح شوه، انتقادي تفکر که څه هم د بشر د پیدایښت ملګری دی، خو د تفکر د طرز او تعقل د یوې پروسې په توګه همدې پېړۍ کې پام ور اوښتی دی. د لرغوني یونان فلسفه کې هم تیوري دا ده چې انتقادي تفکر په هر وخت کې موجود و، هر فیلسوف د بل سیال لیدلوری ننګولی دی، خو دا چاره د سقراط او اپلاتون سره اوج ته ورسېده. په اوولسمه پېړۍ کې ډیکارټ او فرانسیس بییکن د انتقادي تفکر مخکښان بلل کېږي، ډیکارټ خو د نوې فلسفې پلار بلل شوی چې د ریاضي له اصولو یې ګټه اخیستې ده. خو په حقیقت کې دا البیروني و چې د انتقادي تفکر طرحه یې مروجه کړه، له ځان سره رښتینولي، د تحمیلي فشار پر وړاندې مقاومت، پر شک غلبه، وضاحت، دقت، ارتباط، انسجام او تناسب، منطقي صحت، جامعیت او رضایت د هغه د انتقادي تفکر ځانګړنې وې.
البیروني د اسلام په تاریخ کې له عقل پالنې څخه تجربه پالنې، له قیاس څخه استقراء او له ذهن څخه عین ته د مېتودولوژیک تحول سر لاری دی، هغه هم داسې مهال چې د علمي له کاروان څخه د اسلامي ټولنو وروسته پاتې والی، چې پر مشاهده او تجربه ولاړ و، د انحاط له مهم ټوکو ګڼل کېږي. د هغه په څېر د تجربه پالو د دود ژوندي کول کولی شي،چې له یوې خوا د اسلامي هېر شوي معارف د یوې برخې ژوندي کولو او له بلې خوا تجربي علم ته د اسلامي ټولنو د بیا راستنېدو لپاره یوه غوره زمینه مساعده شي.
ریاضیات او ساینسي پرمختګونه
ګڼ ننني عصري پرمختګونه د ریاضي پر مټ تر سره شوي، په ریاضي کې لومړۍ څېړنې د البیروني په څېر اسلامي علماوو کړې،چې محمد بن موسی خوارزمي یې ښه مثال دی. ابوریحان البیروني هغه مسلمان عالم دی چې د علومو په ګڼو څانګو کې د تبحر تر کچې رسېدلی او په بېلابېلو علمي حوزو کې یې ګټور اثار په میراث پرېښي دی. د ده تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې د خپل عصر علوم یې طبقه بندي کړل او انساني علومو ته په ځانګړي درناوي قایل و.
په دې برخه کې یې ګڼ اثار هم لیکلي دي، د ده ځانګړنه په دې کې وه چې د انساني او ټولنیزو مسائلو په اړه مطالعه کې یې د ریاضیاتو له روشه ګټه اخیستې ده. دی په ټولنیزه حوزه کې تر ډېره د فرهنګ، تمدن، خپل اړیکن نظامونه، دینونه، ژبو او نورو موضوعات وړاندې کړي دي.البیروني د څېړنې په روش او د لیکوالۍ په اصولو کې ډېر دقیق و، هغه هره پوه د هغو د محتوا له مخې په یوه مناسبه اډانه کې د حالت له مناسب روش سره مطالعه کړې ده، په طبیعي علومو کې یې د څېړنې زیاته برخه پر ریاضي تکیه کوي. ده علوم د هغو د محتوا له مخې په دوو برخو وېشلي دي، هغه علم چې د تجربې له لارې یې تر لاسه کړی او هغه چې بله دنیا یامیتا فزیک پورې اړوندېږي، هرې یوې ته یې جلا روش ټاکلی دی، مثلا په ټولنیزو علومو کې یې د پرتلنې روش را اخیستی، د مسلمانو، هندوانو او یهودي پوهانو نظرونه یې پرتله کړي دي، خو عام نظر یې دا دی چې اهل علم باید بې پرې وي. د دې روش نوی والی دا دی چې له ریاضي یې د انساني او ټولنیزو مسایلو په مطالعه کې ګټه اخیستې او د تاریخي پېښو په څېړنه کې یې د هغو د لاملونو او اسبابو پلټنه کړې، دا پلټنه پر واقعیت، برهان او ریاضي باندې ولاړې دي.
اسلامي فرهنګ او البیروني:
البیروني د اسلامي فرهنګ او تمدن یو غوره استازی عالمی دی، هغه ژبه د فرهنګ اصلي محور بولي او عربي ژبه چې زموږ د دین ژبه ده، د فرهنګ له ټولو غوره سرچینه ګڼلې ده، خو په سیمه ییزه کچه د ژبو او فرهنګ له ارزښت څخه هم انکار نه کوي. دی په دې نظریه انکار کړی،چې مسلمان یوازې د هغه دنیا لپاره پیدا شوی دی، دی وایي چې دا دنیا هم باید اباده او ښکلې شي، د بشر خدمت وشي او پخوانیو اسلامي حکماوو د غوره تمدن او فرهنګ د رامنځته کولو له لارې دا چاره ثابته کړې ده.
اوسنۍ اسلامي نړۍ او مشران یې پردي پال دی، په ټولنو او سازمانونو کې د شاملېدو یا نړیوال کېدو او مشروعیت په بهانه یې خپل تېر فرهنک او تمدن هېر کړی دی، ننني فرهنګ او تمدن ته د لوېدیځ د لاسته راوړنو په سترګه ګوري، چې دا یوه لویه تېروتنه ده. ویل کېږي چې د سلطان محمود غزني پر مهال په غزني کې چې د اسلامي تمدن پلازمېنه وه، سلګونه مدرسې او د عصري علومو ښوونځي فعال وو، دوی به د فراغت پر مهال هغه چپنې اغوستې او خولۍ اغوستې چې نن یې موږ له عصري زده کړو د فراغت پر مهال يې په سر کوو.
کله چې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي واکمني وه؛ نو غزنی د نړۍ له پرمختللو ښارونو څخه و او د علومو پر یو لوی مرکز بدل شوی و. په دې وخت کې «البیروني» هم غزني کې ژوند غوره کړ. د سلطان په دربار کې د ځانګړي درناوي څښتن و. هغه آن هند ته په جنګي سفرونو کې هم ګډون کاوه؛ په دې توګه د هند له خلکو او کلتور سره ډېر آشنا شو، چې بیا یې د «ماللهند» په نوم یو مهم کتاب هم تالیف کړ.
البیروني په فرهنګ پېژندنه کې هم خپل نظریات لري او په دې باور دي چې فرهنګ د یوې ټولنې ذهني او معنوي پانګه ده، نه د سازمانونو بڼه او جوړښت، لکه څنګه چې موږ په فرهنګ پېژندنه کې د خلکو چلند، کړه وړه، د ژوند بڼه، دودونه، مراسم او نور په پام کې نیسو، البیروني هم دا کار کړی دی. دی فرهنګ هر مهال د څېړنې وړ بولي، خو د خلکو د فرهنګ په سترګه ورته ګوري، د ولس پېژندنې لپاره د هغوی د فرهنګ پېژندنه اغېزناکه لار ګڼي.
د ده نظر دا دی چې عالمان باید د علم تر څنګ خپل اصلي او اسلامي فرهنګ ته هم کار وکړي، وده ورکړي، حاکمانو او حکومتونو ته په دې باب مشورې وکړي، ځکه چې په دې توګه د خلکو خلاقو، سلوک کړه او معاشره سمېږي او د اسلامي فرهنګ او تمدني څېرې په راتګ سره نسلونه خپل مسیر په ښه ډول ټاکلی او پرمختللی شي.
پایله:
البیروني یوازې یو شخص نه، بلکې یو جامع الکمالات شخصیت او د اسلامي نړۍ ژوندی فکر دی چې هم په خپله زمانه کې د یوه اغېزناک شخص او پر علم مین عالم په توګه مطرح و او هم یې په اوسنۍ زمانه کې اثار او بېلابېل تالفات د استفادې وړ او د استناد وړ دی. دی د غربي ساینس پوهانو او عالمانو په څېر یوازې تیوري تولیدونکی نه، بلکې د خپلې تیورۍ عملي کوونکی هم دی چې دا د حقیقي عالم ځانګړنه ده، د د اسلامي فهم او فکر پر برکت وکولی شو چې د قران کریم او اسلامي نصوصو ساینسي او ټولنیز اعجاز په اثبات ورسوي او دیني په طبیعي او عصري اړخ کې تطبیق کړي. دا به زموږ یعنې خپله مسلمانانو کمزوري او بې غوري وي،چې د خپل تاریخ یو داسې اتل بلکې اتلان هېروو او ځان د هغه پردي پالنې یا بېګانه پرستۍ توپان ته غورځوو،چې نن ورځ بې ځایه ځان د غربي ساینس پوهانو او مرکزونو احسانمن راته ښکاري. دا چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوموړي د یاد او افکارو نمانځنه اړینه بللې، دا خپله ثابتوي چې د «زرو قدر په ذرګر وي» هیله ده چې د هغه نایاب اثار په پښتو او دري ژبو چاپ او د عامه لاسرسي وړ وګرځي، څو افغان ځوانان وکولی شي چې د اسلامي فرهنګ او فکر په وده کې د خپلو علمي شخصیتونو له یو عمر کړاوونو څخه په ښه ډول خبر شي او عمل ورباندې وکړي.

ګل رحمن رحماني/ درېیمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *