تاریخ او جغرافیه

اوسنۍ اسلامي نړۍ ته د ابو ریحان البیروني پیغامونه لومړۍ برخه

مقدمه: د اسلامي فرهنګ او تمدن ځلانده ستوری ابو ریحان البیروني د اسلامي نړۍ په تاریخ کې داسې شخصیت تېر شوی،چې د هر علم او فن مسلک یې د خپلې لارې سرلاری بولي، د ځمکو له وېش، جغرافیوي څلورو خواوو، حکومت، سیاست، ژبې او ادب، ټولنپوهنې، ژوند چاپېریال او دین څخه را نیولې تر فلکیاتو، نجوم، لمریزنظام او عمومي فضایي ثبات پورې پر ټولو ساحو کې د هغه د علم او خلاق فکر وړانګې خپرې دي. ځکه ورته د دې لارې لارویانو د علامه، جامع الکمالات او مهربانه مرشد القاب کارولي دي. د دغه مسلمان عالم او اوسنۍ اسلامي نړۍ د عالمانو ترمنځ څه باندې زر کلونه واټن شته؛ خو ولې تر ننه پورې د هغه شخصیت هماغسې اوچت اونظریات یې د ردولو وړ نه دي، اوسنۍ اسلامي نړۍ او پوهانو څومره د هغه له فکر ګټه اخیستې، موږ ورسره څومره اشنایي لرو او هغه د حال او خپلو بې بدیله اثارو په ژبه اوسنۍ اسلامي نړۍ ته، چې له بده مرغه تر ډېره د پردي پالنې او غفلت په خوب ویده څه پیغام لري؟ په دې لنډه مقاله کې یې د ځواب موندلو هڅه کېږي، خو تر ټولو مخکې اړینه ده چې د معمول له مخې د هغه له ژوند سره هم لنډه اشنایي ولرو.
زوکړه او زده کړه
دغه اسلامي مفکر د خوارزم په ډېره نوم ورکې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې او ټول تاریخ لیکونکي په دې اقرار کوي چې هغه یو مبتکر او استثنایي ذهن او شخصیت و. داسې شخصیت چې له خپل دین او طبیعي علومو د ساینس او فکر نړۍ ته ور ننوت. دغه ریاضي پوه، ستورپوه، جنتري جوړوونکی، انسان پېژندونکی، هند پېژندونکی او تاریخ لیکونکی د څلورمې او پنځمې لمریزې پېړۍ ستر مسلمان ساینسپوه دی،چې بشپړ نوم یې ابو ریحان محمد بن احمد البیروني دی او د کاپیسا پوهنتون د همدې مخور عالم نوم ته منسوب دی. نوموړي د خوارزم امارت د مرکز کاث په بیرون سیمه کې د ۹۷۳زېږدیز کال (۳۶۲هـ ق) د سپټمر په ۴مه دنیا ته سترګې غړولې دي. ځینې عربي څېړونکو د خوارزمي په تخلص هم یاد کړی دی. نوموړي د یوه غره د ارتفاع د محاسبې لپاره د ځمکې شعاع محاسبه کړه چې دده تر لاسه کړې پایله د امریکا د فضایي څېړنو ادارې «ناسا» له اټکلي اندازې سره یوازې ۱۷.۲کیلومتره توپیر لري.
هغه د خپل ژوند لومړي ۲۵کلنه په همدې ښار کې تېر کړل او بیا د فقهې، الهیاتو، عربي ژبې او نورو زده کړو په ځانګړي ډول هغه مهال مروجو علومو لکه ریاضي، نجوم او طب لپاره پوره وخت ځانګړی کړی و. غوره ښوونکی یې بونصر منصور بن علي بن علاقي جیلاني دی او ځینې اثار یې هم تالیف کړل. دا مهال یې له ابن سینا سره چې له ده اووه کاله کشر و، ځینې لیکونه هم تبادله کړل چې ځینې لیکونه یې د ارسطو د طبیعي فلسفې او مشاء په تړاو را پاتې دي. دی که څه هم د خپل پلار نوم نه یادوي، خو له ژوند یې څرګندېږي چې د اشرافي او درباري کورنۍ زوی نه و.
د هغه د وفات په اړه هم اختلافات موجود دی. یو روایت دا دی چې له ۴۴۲قمري یا ۱۰۵۰مېلادي کال وروسته وفات شوی ، خو غضنفر تبریزي د هغه د یوه مرید ابوالفضل سرخي له قوله وایي چې د ۴۴۰ق کال د رجب په ۳مه وفات شوی دی. بل روایت کې ویل شوي چې نوموړی په ۷۷کلنۍ کې وفات شوی دی، خو ده بیا د خپل یوه کتاب په مقدمه کې لیکلي،چې عمر یې له اتیا کلونو تېر شوی، د سترګو او غوږو له کمزورۍ سره مخ دی او په تالیفاتو کې هم راسره خپل یو مرید نهشعي مرسته کوي.
البیروني شخصیتي ځانګړنې
البیروني په خپل ذات کې یو دقیق، باریک بین او پلټونکی شخصیت تېر شوی ، د ده پر شخصیت کې پر خدای او ځان باور لوړ حیثیت لري، له ده سره د دې چې په شپږو اسلامي حکومتونو کې یې د یوه عالم او مشاور په توګه کار کړی دی، هېڅکله یې د حق خبره نه ده هېره کړې، تمه او بې ځایه هیله یې نه ده کړې، د نړۍ په هر کونج کې یې د مسلمان او انسان په اړه فکر کړی دی. دی په دې باور دی چې عالمان په هر حالت کې باید خپل مسوولیت تر سره کړي، خلکو او حکومتونو ته لارښوونې وکړي، له ناسمو لارو یې را وګرځوي، په روا چارو امر وکړي او د بدو د مخنیوي مسوولیت ومني. کله چې د سیاسي مسوولیتونو را اخیستلو را بلل شوی، یا یې فکر کړی چې حکام یې د وسیلې په توګه کاروي، نو بیا یې خپله لار بدله کړې، خپل فن، علم او کتابت ته یې پناه وړې ده.
دی په ډېرو هغو برخو کې چې عقل ته اړتیا ده، له عقل او فکر څخه کار اخلي، خو کوم ځای کې چې د خپل دین فلسفې ته راځي، بیا له عقل سره مخه ښه کوي، ځکه چې د دین او الهي کلام حکمت مني، ځکه خو یې نه خوښېده چې څوک دې ورته فیلسوف وایي، په دې چې فیلسوفانو یوازې د خپل عقل او فکر پر پلټنه او تحقیق کاوه. نوموړي له فلسفې سره علاقه درلوده، یو مسلمان فیلسوف و، دی وایي چې فلسفې په ټولو عومو کې دقت او اصابت ور په برخه کړی ، خو په فلسفه کې یې د خپلې زمانې له دودیز روش یاني هغه روش څخه چې د فارابي او نورو تحکیم او تدوین کړی و، پیروي نه کوله. د هندوانو فلسفه یې هم لوستې وه چې عربي ته یې ځینې ژباړې ورڅخه کړې دي. ویل کېږي چې کله به د هغه شپږو حکومتونو د مشرانو تر منځ چې ده ورسره کار کړی دی، کوم اختلاف راغی، ده د چا پلوي نه کوله، ځان یې ورڅخه ګوښه کاوه،یوازې د حق لار یې بیانوله، د اشخاصو په نظریاتو کې نه ورکېده.
علوم او عربي ژبه
کله چې انګرېزانو له هندوانو سره د یوې هوکړې له مخې د پخواني هند ځمکه پرېښوده؛ نو دا چاره مشروطه وه، هلته یې د ویلیم فورټ په نامه یوه پوځي اډه وغوښته چې د انګلستان بیرغ به ورباندې رپېږي، فرهنګي او علمي کارونه به کوي، د وخت په تېرېدو سره ویلیم فورت په یوه کالج بدل شو، لوی کار یې د سوچه د اردو- هندي ژبې راېجول وو چې د دې کار لپاره باید عربي او فارسي لیکد دود وېستل وو، انګرېزان پوهېدل چې په دې کار سره په حقیقت کې د هندوستان خلک له اسلامي فرهنګ او ژبې څخه لرې کوي. دا کار په اوسنیو ګڼو هېوادونو کې تکرارېږي، زموږ شمالي ګاونډیو روسي لیک دود غوره کړی، په ښکاره خو دا کار د ژبو د سوچه کولو په موخه دی، خو له عربي ژبې او لیک دود سره زموږ اړیکه فرهنګي، نه بلکې دینې ده. دا خبره مې تر ابو ریحان البیروني پورې کوله. یو داسې شخصیت چې دې ستونزې ته پېړۍ وړاندې ځیر شوی و.
اسناد او شواهد څرګندوي چې البیروني د خپل وخت پر ۱۳ژوندیو او علمي ژبو پوهېده چې سانسکریت ژبه هم په کې شامله وه او دې چارې له هغه سره د بېلابېلو علومو په زده کړه کې مرسته کړې ده. په همدې سبب د ژبو په رېښه او اړوندو فرهنګي ځانګړنو پوهېده. دا چې په سانسګرېت ژبه بر لاسی و، نو د لومړي لاس سرچینو د مطالعې وړتیا یې درلوده او څېړنه یې دقیقه وه، دا چاره خپله د ژبې د زده کړې پر اهمیت د هغه ټینګار دی.
د ژبې په اړه وایي: ژبه هغه ژباړن ته ورته ده چې اورېدونکی د ویونکي له موخې خبروي. فرهنګونه د ژبې په وسیله جوړېږي او جلا کېږي، مثلاً د ده په نظر د هند او ایران ملتونه د خپلو ژبو په وسیله جلا شوي دي. په تحقیق ماللهند کتاب کې وایي چې د دین، ژبې او سرحد اختلاف ژبې رامنځته کړې دي. په همدې ډول ژبه یوه ملت ته سیاسي هویت ورکوي. د یوې ژبې په داخلي سیستم کې رنګارنګ والی هم د طبقاتي سیسټم زېږنده بولي. ده د ژبو په اړه خپله څېړنه کې تر بلې هرې ژبې عربي ژبې ته ترجیح ورکړې ده او عربي ژبه د علم او پوهې په لېږد کې تر نورو ټولو ژبو ځواکمنه بولي.
د غرب تر اغېز لاندې راتګ
د بشري تاریخي په بېلابېلو پړاوونو کې که نظر وکړو، تر پنځلسمې مېلادي پېړۍ پورې شرق د تمدن او فرهنګ زانګو ده او اسلام د دغه فرهنګي او تمدني ودې اصلي محور دی، خو برعکس غرب بیا د جهالت او زرکلن خوب په ټال زانګي، وحشت او بربریت په کې خپور دی، په دې تمدني وده کې د ابن سینا، البیروني، ابن سینا او نورو مفکرینو هڅې او د اسلامي خلافت ملاتړ دی، خو تر ټولو ستر امتیاز د مسلمانانو یووالي او پر خپل دین کلکو منګولو ټینګولو ته ورکولی شو. دا چې په لومړیو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو.
آن تر دې چې د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همدې علمي اشخاصو څخه چې په اکاډمیکه برخه کې ټولې نړۍ ته یو مثال دی او نږدې ټول مسلمانان پرې ویاړي، «ابوریحان البیروني» دی. البیروني نن د حال په ژبه اسلامي نړۍ ته وایي: دا څه وو چې اسلامي نړۍ په دومره لوی عظمت او ځلاندې مخینې سره د غرب د غرور او مصنوعي ټکنالوژۍ تر اغېز لاندې راغلې او پخوانی برم یې هېر کړی دی؟ حال دا چې اروپا د وحشت له تیارو څخه د اندلس په ډګر د سلګونو کتابتونونو، پوهنتونونو، مساجدو او مدرسو په رڼا کې خپل شخصیت وموندل، هغوی د طارق بن زیاد او موسی بن نصیر د وینو او قربانیو په ډېوو د اصلي ژوند ماهیت وپېژنده او له بربریت څخه د انسان خواته راغله.

ګل رحمن رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *