مقالی اوتبصرې

ایران له اسرائیلو غچ و اخیست!

د اسلام له ظهوره وړاندې د عربو خوا وشا دوې سترې واکمنۍ فارس او روم موجودې وې، د هغوی تر منځ جنګونه هم کېدل یو ځل چې جګړه وشوه فارس بریالی شو،نو د مکې مشرکان پر فارس خوښ شول هغه هم مشرکان وو ،خو مسلمانانو د رومیانو د بري هیله درلوده، ابوبکر صدیق رض له یو چا سره شرط هم ایښی و،چې رومیان( رومي واکمني) به بېرته بریالۍ کېږي هماغسې وشول.دا د بدر د فتحې ورځ وه په دې ورځ رومیان په فارسي واکمني بریمن شول ، نو صدیق اکبر رض هغه شرط وګاټه، اما اوس اسرائیل او ایران سره نښتي ټول صلیبیان د یهودو تر شا ولاړ دي! هو! راشدو خلیفه ګانو په خپل وخت کې دواړه امپراتورۍ تر پښو وغورځولې او هغه ځایونه یې د اسلام په دین منور کړل، د قیصر او کسری د ظلم ټغرونه ورټول شول په ایران کې هم د عباسیانو له زمانې تر اوسه ډېر بدلونونه راغلل او په فلسطین کې هم ډېر ځله تغیيرات واقع شول یعنې څو ځله د کفارو لاس ته ولوېده او بېرته به د مسلمانانو په لاس فتح شو،خو په ۱۹۴۸م کال کې د یهودیانو غاصب نظام رامنځ ته شو.
د صهیونیستانو له واکمنېدا وروسته هغوی په هغه کمه خاوره اکتفاء و نه کړه او په څو جګړو کې یې خپل قلمرو پراخه کړه او له عربي نېشلستانو یې هم ځمکې لاندې کړې،چې في الحال د عربي نېشلستانو نېشنلیزم نه خوځېږي او هغه هم مړ شوی دی. لکه د اردن پاچا عبدالله د اسراییلو د ملاتړ لپاره امریکا ته اجازه ورکړه چې د اردن حریم استعمال کړي!! له ټولو عجیبه دا چې عربي شهزاده ګان د کفارو خوریېان دي او یا یې نوي زومان شوي دي، نو بناءً د خوریېانو کله په ماماګانو او د زومانو کله په خسرانو بد لورېږي!!!
دوې اوونۍ وړاندې په سوریه کې د ایران په کونسلګرۍ اسرائیلو برید وکړ او څو لوړپوړي افسران یې په کې ووژل، د ایران غوسه او قهر یې راوپارول، د غچ او انتقام ژمنه یې وکړه او د یکشنبې په شپه یې په سلګونو ډرون او توغندي ور وتوغول اسرائیل وایي چې له هغو څخه مو ۹۹سلنه راوغورځول موږ ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې، بل لور ته ایران وایي چې موږ خپلو اهدافو ته رسېدلي یو. امریکا هم لومړی اسرائیلو ته د مرستې وعده ورکړې وه، خو اوس وایي: چې موږ په وسله واله جګړه کې برخه نه اخلو، همدا شان روس وایي: که امریکا په جګړه کې برخه واخلي موږ هم بې تفاوته نه شو پاتې کېدلای د نړۍ نور ډېر هېوادونه د صبر او حوصلې سپارښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ایران له لوري توغندي توغول مشروع حق وباله او دا یې هم وویل،چې دا جګړه پراخه نه شي اسلامي امارت تل د فلسطین له حقه حقوقو څخه دفاع کړې او د فلسطین شخړه او کړکیچ یې د اسلام شخړه بللې ده. د فلسطین د مجاهد ولس د ګټې لپاره چې هر مسلمان ګام اخلي افغان ولس او امارت له هغه ملاتړ کوي، له بده مرغه اسلامي هېوادونه د فلسطین د ستونزې په اړه غوڅ دریځ نه خپلوي ، که نه لږو اسرائیلو به په غزه کې ۳۳۰۰۰ زره انسانان نه شهیدانول او سل زره به یې نه ټپیانول، د اسرائیلو تر شا امریکا، بریتانیا، فرانسه، جرمني او نور ولاړ دي ولې د فلسطین د مسلمانانو ملاتړ ته د اسلامي نړۍ ملا ماته ده.
ټول اغزي مې خپل په تلو پورې یووړل
راروان بهیر به لاندې وي تر پښو زما

محمد علي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *