ټولنه اوکلتور

د انټرنیټ په استعمال؛ د جنت یا هم دوزخ لار ټاکل

د انټرنیټ په استعمال سره ضرور له دې دوو لارو څخه به په یوه لاره درومې او انتخابوې، چې هغه یوه د جنت او بله د دوزخ ده.
په دې وروستيو کې انټرنیټ ته لاسرسی ورځ تر بلې په لرې پرتو سیمو کې هم د خلکو زیاتېږي او په انټرنیټ کې ډول، ډول کفري انټرنیټي جالونه خورېږي، له همدې امله موږ مسلمانان باید له انټرنېټ څخه داسې استتفاده وکړو، چې د استعمال په وجه یې د دوزخ پر ځای جنت ته لاړ شو.
نن سبا په افغاني ټولنه کې فېسبوک، ټویټر، واټساپ، ټلیګرام او داسې نور… ډېر استعمالېږي، مخکې له دې څخه چې مسلمان ورور/ خور ځانته یو اکونټ جوړوي، باید له ځانه سره دا کلک هوډ وکړي، چې د دغه اکونټ له لارې به یو څه خپله زده کوي او یو څه به بل مسلمان ته ورښایي.
فاحِشه لیکنه، تصویر، غږیز او ویډیو نشرات به نه خوښوي، نه به یې نشروي، نه به یې بل چا ته استوي او نه به بل چا ته د داسې غیر اسلامي او غیراخلاقي څیزونو لیدلو توصیه کوي.
په اسلامي شریعت کې د انټرنيټ اړوند لاندې کړنو ته علماوو حرام ویلي دي:
۱- فاحِشو صفحو، لیکنو، غږیزو او ویډیویي نشراتو ته لایک ورکول او خوښول.
۲- خپل یو دوست او مسلمان ورور غیر اسلامي صفحو او ګروپونو ته داخلول.
۳- فاحِش او غیر اخلاقي تصویرونه او ویډیوګانې کتل او نشرول.
یادونه: یوې ډېرې ښې خبرې ته چې باید اشاره وشي، ټول هغه ملګري کوم چې د عیسایت، الحاد او کفري نړۍ سره خپله سپېڅلې مبارزه پرمخ وړي او نور ملګري د کفارو په صفحو یا ګروپونو کې د دې لپاره داخلوي، ترڅو د هغوی دفاع وکړي، هغه خلک ورڅخه مستثنی دي.
که کوم مسلمان ورور یا خور پورته درې یاد شوي اعمال ترسره کړي وي، توبه دې وباسي او په راتلونکي کې دې له داسې اعمالو ځان وساتي، ځکه د داسې کړنو مطلب دا دی، چې یاد کس د انټرنيټ له لارې خپل ځانته د جهنم لار وټاکله.
الله جل جلاله په قران کریم کې فرمایي: ژباړه: (تاسو یو د بل سره د ګناه په کارونو کې مرسته او کومک مه کوئ) پورته یاد شوي اعمال د ګناه په کارونو کې مرسته کول دي.
همدارنګه که یو مسلمان لاندې اعمال تر سره کړي؛ نو ځانته یې د جنت لار وټاکله.
۱- خپل ملګري او دوستان د اسلامي معلوماتو ګروپ او نورو اسلامي صفحو ته داخلول او دعوت کول.
۲- اسلامي صفحې، لیکنې او خپل اسلامي معلومات د خلکو اصلاح لپاره نشرول.
۳- د انټرنیټ له لارې کفارو او نورو دینونو لارویانو ته د اسلام مبارک دین دعوت ورکول او اسلامي لیکنې او معلومات شېر کول او خوښول.
۳- یو ملګري ته د اسلامي ګروپ، صفحې، لیکنو او ویډیوګانو لېنکونه لېږل او د هغې صفحې، ګروپ او لیکنې له لارې د هغه ملګري اصلاح کېدو نیت په نظر کې نیول.
۴- همدارنګه په اسلامي او معلوماتي ګروپونو کې د خپلو ملګرو داخلول.
په پورته څلورو یادو شوو کړنو سره به مو ان شاءالله، د جنت انتخاب کړی وي او په نېکۍ کې به مو له یو چا سره مرسته کړې وي.
خوږو لوستونکو! تاسو هم کوښښ وکړئ، چې خپله هم له غیر اخلاقي او انساني صفحو، لیکنو، تصویرونو او ویډیوګانو ډډه وکړئ او نورو ملګرو ته هم د انټرنیټ د صحیح استعمال توصیه وکړئ او همدارنګه اسلامي پوسټونه، اسلامي لیکنې، اسلامي ویډیوګانې او نور اسلامي معلومات نشر کړئ، کېدای شي ستاسو په نشراتو او لیکنو یو چا ته د نېکې لارې هدایت نصیب شي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *