ټولنه اوکلتور

هرات د آریانا دوهم متمدن ښار و

هرات د افغانستان داسې لرغونی ښار دی،چې تاریخ یې د کره روایاتو له مخې زرګونو کلونو ته رسېږي، ځکه دغه ښار د بلخ له آریایي مدنیت وروسته د افغانستان دوهم متمدن ښار پېژندل شوی ، د تاریخي روایاتو له مخې آریایان چې کله په بلخ کې وپنځېدل،نو د ختیځ او لوېدیځ په لور یې نویو جغرافیاوو ته د اسکان لپاره پښې سپکې کړې هغوی چې د ختیځ په لوري ولاړل یوه برخه یې له پاروپامیزاد تېر، ترهند پورې ورسېدل او بله ډله یې د لوېدیځ په لوري ولاړل تر ډېره په هرات کې تم پاتې شول او هلته یې د بلخ په شان ښکلی تمدن رامنځ ته کړ،خو له اوږدې مودې وروسته کله چې دوی دلته هم وپنځېدل،نو د ايران او اروپایي هېوادونو په لور ولاړل ، د هرات آریایانو له هماغې زمانې څخه له تمدن سره بې کچې مینه درلوده،نو ځکه وخت په وخت په دې جغرافیا کې ادیبان ، نقاشان اوشاعران راپیدا کېدل ، یوناني سکندر،چې په ايران حمله وکړه او د دغه ملک تاسیسات یې د یوه پخواني (اروړ) پربنا وران او ویجاړ کړل،نو په هرات هم را دمخه شو، دغه ښاریې هم تریوه بريده وران کړ، خوکله چې په هرات غالب شو، ورانې او ویجاړې یې له سره ترمیم او ورغولې.چنګیزي یرغل هم د هرات ښار د افغانستان د نورو شمال ختیځو او مرکزي ښارونو په څېر وران او ویجاړ کړ او یوازې د (آل کرت) کورنۍ د هرات په ښار کې د چنګیزي مظالمو څخه د دغه کورنۍ د با تدبیره مشرانو په هوښیارۍ بچ پاتې شوه ، دآل کرت کورنۍ د هرات په کچه یوه علم پالونکې او متدینه کورنۍ وه ، د ګازرګاه د مدرسې ودانۍ ، د اختیارالدین کلا او د هرات هفت جوش دیګ چې اوس هم د هرات د جامع جومات په انګړ کې اېښودل شوی د همدې دورې د جوړشویو تاریخي آثارو په ډله کې شمېرل کېږي، د ګوډ تیمور له مړینې وروسته کله چې د هغه پراخه امپراطوري د هغه د اولادونو ترمنځ ووېشل شوه او وپاشل شوه ، له نېکه مرغه خراسان د تیمور د کوچني علم پالوونکي زوی شاهرخ میرزا په برخه ورسېد چې نوموړي دغه ښار د خراسان د پلازمېنې په توګه وټاکه، د شاهرخ میرزا ملکه ګوهرشاد بیګم هم چې له پوهې او ادب سره یې ډېره مینه درلوده او په نسب د هرات له خلکو وه د خپلو خدمتونوپه لړ کې یې د ګوهرشاد په نوم یوه لویه دیني مدرسه جوړه کړه .
شاهرخ عادل په علم او صنعت مین او په ملت زړه سواندی پا چا و، د ده د واکمنۍ په زمانه کې هرات ښار ډېر پرمختګ وکړ،ښکلې ودانۍ او کتابتونونه په کې جوړ شول او د مدنیت په لوریې په چټکۍ ګامونه پورته کړل ، کله چې شاه رخ میرزا له دنیا سترګې پټې کړې ،له نېکه مرغه چې دا وخت د تیمور په اولاده کې د سلطان حسین بایقرا په نوم یو بل خدمتګار شخصیت راڅرګند شو،چې نوم یې د شاهرخ میرزا په خوا پورې د افغانستان په معاصرو تاریخونو کې امیرعلی شیرنوایی په نیکۍ یادېږي او په ذهنونو خوږ لګېږي ، نوموړي امیرعلي شیر نوایي خپل وزیر وټاکه چې دواړو یوتربل تېر د هېواد په آبادۍ کې زیار ایستونکی و، دوی دواړو علمي او ادبي انجمنونه او ټولنې رامنځ ته کړې .
سلطان حسین بایقرا نه یوازې د هرات د آبادۍ لپاره ګامونه پورته کړل،بلکې د بلخ په خواجه خیران کې یې د حضرت علي کرم وجهه روضه او مزار هم جوړ کړل ، لنډه دا چې هرات د تیموریانو په دوره کې د ختیځ د رنسانس په نامه هم یادېږي که بلخ ته د ام البلاد لقب ورکړل شوی و نو هرات هم دا وخت دا ژرنګ البلاد په نوم یادېده د دې دورې مشهورشاعرمولانا عبد الرحمن جامي اومشهورنقاش کمالدین بهزاد چې په هند او اېران کې یې هم هنرپلویان اوخوښوونکي درلودل د یادولو وړ دي .
د هرات مصلی چې د څو لرغونو بنسټونو لکه د ګوهرشاد مدرسه او د هغه د قبرګنبده د امیر علي شیر نوایي مزار د هرات لوړې منارې او څو خانقاوو مجموعه ده هم د هرات په لرغونتوب او توریستي جاذبو کې لوړ رول لري،د دغه مصلي کارپه ۸۲۹ قمري کال د شاهرخ میرزا په وخت کې پیل اوتر ۹۱۱قمري کال د سلطان حسین بایقرا تر زمانې پورې یې دوام درلود .
د اختیارالدین لویه اوتاریخي کلا چې د هرات ښار له لرغونو شاهکاریو یوه بارزه نمونه ده او د هرات د ارګ په نوم هم شهرت لري لرغونی تاریخ لري دغه کلا چې د جوړېدو تاریخ یې ۲۷۰۰ کاله د مخه ښودل شوی د خپل پایښت او موجودیت په زمانه کې څوڅو ځلې مرامت شوې هم ده اوپه وروستیو کلونو کې د هرات ښار د توریستانو د پام وړ ګرځېدلې او همدارنګه د هرات موزیم چې د یونان باختري ، کوشاني ، یفتالي، اشوکا، صفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، سلجوقیانو،غوریانو، خوارزمشاهیانو، مغولانو، تیموریانو او شیبانیانو د زمانو ۲۵۰۰لرغوني توکي په کې موجود دي د دې لویې کلا په یوه سالون کې خوندي پاتې شوي دي . د هرات د لوی او تاریخي جامع جومات په اړه ویل کېږي چې له اسلام د مخه دلته له لرګیو جوړشوی یو معبد موجود و چې وروسته بیا د ۲۲ـ ۲۹ قمري کلونو ترمنځ عربي فاتحینو لخوا په دې محل کې د یوه لوی جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه ، دغه جومات د خپل موجودیت په تاریخ کې څو څو ځلې متضرر اوبیا رغول شوی دی بالاخره د ۵۹۷ او ۹۰۳ کلونو ترمنځ په اوسنۍ بڼه د غوریانو او تیموریانو لخوا د پخو خښتوپه ذریعه په ښکلي عمارت د هغه په اوسنۍ بڼه جوړشو همدارنګه د هرات ښار له نورو تاریخي جاذبو څخه د سلطان حسین بایقرا د زمانې د مشهورشاعر، عالم او ادیب حضرت مولانا نورالدین جامي صیب زیارت دی د یادونې وړ ده چې د امام فخررازي اومولانا حسین واعظ کاشفي زیارتونه هم د مولانا نورالدین ترڅنګ موقیعت لري .
د تخت صفرپارک چې د هرات ښارپه شمال غونډیو کې موقیعت لري د دغه ښار یو مهمو تفریحي ځایونو څخه شمېرل کېږي چې څوسوه کلنه تاریخي مخینه لري ، باغ ملت هم د هرات ښارپه شمال کې موقیعت لري چې اوس د هرات ښارپه لوی تفریحي پارک اوښتی دی .
پل مالان د هرات ښار له ډېرو پخوانیو تفریحي ځایونو دی ، دغه پل د هريرود د سیند له پاسه د مالان په کوچني کلي کې د هرات –کندهار د پخوانۍ سړک په مسیرکې جوړشوی و ، دغه پل له ډېرو پخوا زمانو څخه د هند ، کندهار او سیستان په لوري یوه ډاډمنه ګذرګاه وه چې یادو سیموته به سوداګریز کاروانونه د دغه پل دپاسه پوریوتل ، جالبه داده چې دغه پل په ۵۰۵ هجري قمري کال د سلطان سنجر لودي لخوا په هغه بڼه لکه کوم چې اوس دی په لږ توپیر جوړشوی و.
د هرا ت ښکلی اوفرهنګي ښارپه ۶۳۰۹۷ کیلومتره مربع مساحت په درلودلو سره د افغانستان په لوېدیځ کې واقع دی او د لوېدیځ لخوا له اېران اوشمال پلوه د ترکمنستان سره همسرحد دی د سوداګرۍ له پلوه خاص اهمیت لري ۱۵ ولسوالۍ او ۲۷۸۱ کلي لري .

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *