ټولنه اوکلتورلیکنې

د ژوند د چاپېريال د اوسني وضعيت ارزونې ته اړتيا

د ژوند د چاپېريال د ټولو اړخونو مطالعه او کتنه به له دې سره مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د چاپېريال، کرنې، د ځمکو د مديريت او نورو ګڼو اړخونو په پلان جوړونه کې مهم او بارز اړخونه مشخص شي. د هوا، اوبو او خاورې ککړتيا به هغه موارد روښانه کړي چې د چاپېريال دا مهمې برخې تر کومه حده د ککړتيا درلودونکي دي؟! څنګه کولی شو چې د دې ککړتياوو مخنيوی وکاندو او په کومو برخو کې پانګونه او پلانونو ته اړتيا ده چې بايد عملي شي. د چاپېريال ساتنې په اړه د تېرو او اوسنيو ارقامو او معلومات درلودل په پلان جوړونه کې خورا مهم دي ځکه هغه بدلونونه چې د وخت په تېرېدو په يوه ساحه کې رامنځته کېږي که دقيق نه وي نو د بدلون اصلي عوامل نه په ګوته کېږي او کله چې د بدلون او تغير اصلي عوامل روښانه شول، له هغه وروسته د پلان او ستراتيژي برخه ګرځېدلی شي.
ځينې هغه موارد چې د چاپېريال د ثبات او ټيکاو په موخه يې ارزول لازمي دي، دلته په لنډو بحث پرې کوو: ۱ . د چاپېريال د ککړتيا وضعيت، لاملونه او کچه معلومول: خاوره، اوبه او هوا د انساني او طبيعي منابعو په اثر ککړېږي خو د طبيعي هغو په پرتله مصنوعي ککړونکي خورا خطرناک دي ځکه د صنعتي فعاليتونو په نتيجه کې د چاپېريال ککړتيا خورا چټکه رامنځته کېږي چې مخنيوی او کنترول يې هم تر ډېره د انسانانو په اختيار کې دي. د هوا، خاورې او اوبو د ککړتيا د شاخصونو پر اساس که د چاپېريال يادې الوده ګۍ اندازه ګيري شي او په اړه يې اقدامات وشي نو ممکنه ده چې په جمعي روغتيايي وضعيت مثبتې اغېزې ولري.
۲ . د نباتي پوښښ ارزونه: د نباتي ټولنو د خورېدو ساحې او نقشې معلومول، هغه په داسې ډول چې د نباتي پوښښ ساحې مشخصې شي او د انتشار ساحې يې له نورو ساحو سره تفکيک شي، په دې برخه کې ځينې نور فرعي مسايل هم د يادېدو وړ دي چې بايد پاملرنه ورته وشي؛ الف ) د نباتي انواعو د وضعيت ځانګړنه( نادر، تهديد شوي او يا د انقراض تر خطر لاندې) انواع بايد مشخص شي او روښانه شي چې په کومو ساحو کې کوم نباتات ولې کم شي او يا يې نسل له يو مخيزې ورکې سره مخامخ دی، ايا عوامل يې انساني دي او که طبيعي دي؟. ب ) د هغو نباتي انواعو مشخصول چې د ژوند د چاپېريال، وحشي ژويو د خوراکې او پټنځای او نورو اړخونو له مخې د ارزښت وړ وي، ج ) د حيات وحش د هبيتات لپاره د هغو نباتي انواعو د خورېدو او اهميت تشخيص او، د) د هغو انواعو مشخصول چې د چاپېريالي بدلونونو په نتيجه کې حساسيت ښيي.
۳ . د وحشي ژويو ژوند ته کتنه: د وحشي ژويو ژوند ته کتنه او په اړه يې دقيق ارقام راټولول له دې سره مرسته کوي چې منقرض او يا هم له خطر سره مخامخ وحشي ژوي وژغورل شي. د وحشي ژويو دقيق ارقام او د اوسېدنځايونو په اړه يې معلومات راټولول خورا مهم دي. په افغانستان کې د زياتره وحشي ژويو ژوند له خطر سره مخامخ دی او د ژونديو موجوداتو داسې نسلونه هم شته چې له منځه تللي دي. د هيواد په داخل کې همېشه پاتېدونکي مرغان او ژوي په نښه کول او د دوی د اوسېدونځايونو په اړه معلومات راټولول او همدا شان هغه مرغان چې مهاجر بلل کېږي او د کال يو موسم په افغانستان کې تېروي، په اړه يې معلومات راټولول ګټور تمامېږي.
۴ . د ځمکو مديريت: په افغانستان کې د چاپېريالي ستونزو د رامنځته کېدو يو لوی لامل دا دی چې کليوالي او ښاري پراختيا په معياري او مديريت شوي ډول نه کېږي، په کار ده چې د ځمکو د سالم مديريت په موخه د هيواد د ټولو ساحو نقشې جوړې شي، کيلوالي، ښاري، صنعتي، سياحتي، طبيعي، ترانسپورتي، اوبه ايزې، غرنۍ ساحې، څړځايونه، ځنګلونه… دا ټول دې مشخص شي او له هغه وروسته دې په پلان جوړونه کې هغه موارد په پام کې ونيول شي چې د نفوس د ګڼوالي په صورت اړين بلل کېږي.
۵ . د نفوس ارزونه: افغانستان يو له هغو هيوادونو دی چې نفوس پکې خورا په چټکۍ زياتېدونکی دی که د شته نفوس په اړه دقيق معلومات راټول شي. الف) څو سلنه وګړي په ښار او څو په کليو کې اوسي؟ ب ) د نفوس کلنۍ وده څو سلنه ده؟ ج ) نفوس څو کاله وروسته دوه چنده کېږي؟ د ) د لوست په اړه معلومات، روغتيايي اسانتياوو ته د لاس رسي معلومات او نور ګڼ هغه اړخونه دي چې د نفوس او شته نفوس د ژوند د امکاناتو اړوندېږي که چېرته دا معلومات راټول شي، ممکنه ده چې په پلانونو جوړېدو کې مرسته وکاندي. د ژوند د چاپېريال د ثبات لپاره لازمه ده چې د اندازه ګيري له نويو وسايلو او تګلارو څخه استفاده وشي. د GIS، Remote sensing، GPS او نورو وسايلو څخه استفاده او همدا شان هغه تګلارې د ځمکې او طبيعي زېرمو د معاصر مديريت لپاره په نوره نړۍ کې د ښو پايلو درلودونکي دي که په افغانستان کې هم استفاده ترې وشي نو د چاپېريالي ستونزو او ننګونو په را کمولو کې به اغېزمې وي.

اسماعيل لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *