سرمقالې

د اسلامي امارت پـرانیسـتې غـېږه

له فتحې سره سم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم عمومي بښنه اعلان شوه. اسلامي امارت په خپل عهد کلک ودرېد او پرېکنده ټکو یې وویل چې هېڅوک حق نه لري په خپلسري ډول کوم څوک وځوروي او یا یې هم مجازات کړي. باوجود د دې هم ځینو سیاسیونو او نورو هېواد پرېښود او د کډوالۍ ناوړه ژوند یې قبول کړ. بل پلو، د اسلامي امارت مشرانو له لومړۍ ورځې ویلي وو، چې هېواد د ټولو ګډ کور دی او هېڅوک حق نه لري چې کوم څوک جلاوطنۍ ته اړ کړي، هر افغان کولی شي،خپل هېواد کې واوسي او د پردیو ملکونو له ذلیله ژوند ځان وژغوري.
اسلامي امارت په همدې تکل (افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون) رامنځته کړ، د دې کمیسیون یوازینۍ دنده له بهرمېشتو افغان شخصیتونو سره اړیکه نیول او خپل هېواد ته رابلل وو. د دغه کمیسیون له جوړېدو سره سم، سلګونو افغان سیاسیونو هېواد ته مخه کړه او د نورو افغانانو ترمنځ یې استوګنه غوره کړه. دغه کمیسیون یادو سیاسیونو ته د تشویش د رفع په خاطر د خوندیتوب کارتونه ووېشل او همداشان یې د باعزته ژوند کولو ژمنه ورکړه.
وړمه ورځ یو شمېر اروپایي مېشتو افغان شخصیتونو چې اوس هېواد ته راکډن شوي، د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ناستو کې منلې چې د اسلامي امارت بدیل نظام نشته او له ملاتړ پرته یې هم بله چاره نه لري. دغه څېرې په هېواد کې سياسي، اقتصادي، ټولنيز او په ټوليز ډول امنيتي پرمختګونه د ستاينې وړ بولي.د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه، چې هر څوک کولای شي د هېواد په بیارغونه، پرمختګ او د اسلامي نظام د بنسټونو په ټینګښت کې ونډه واخلي.هېواد ته راستانه شوي افغانان مني چې په هېواد کې ګڼ مثبت بدلونونه راغلي. هېواد امن دی، سیاسي او اقتصادي ټیکاو یې خپل کړی، د قدرت جزېرې محوه شوي، فساد او د نشه یي توکو جرړې له منځه تللي دي. د افغان حکومت لویه هیله هېواد ته د وتو افغانانو بیا راستنېدنه او د هېواد په ابادۍ کې د دوی ونډه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *