ټولنه اوکلتورلیکنې

اوسنۍ اسلامي نړۍ ته د ابو ریحان البیروني پیغامونه

د البیروني د تالیفاتو انګیزې
البیروني په خپل ژوند کې له هر فرصت نه سالمه استفاده کړې ده، د هغه سلګونه اثار، مقالې او ویناوې د همداسې
مواقعو زېږنده دي. کله چې د خوارزم ځمکه د سلطان محمود غزني د لښکرو له خوا لاندې شوه، البیروني هم یو زنداني و، خو کله چې دې غمي په ایرو کې بېرته ځان را څرګند کړ، د غزنوي هم ورته پام شو، تر دې چې د درناوي او مقام وړ وګرځېد، د سلطان مسعود غزنوي په دربار کې هم د علمي شخصیت په توګه پاتې شو.
مهمه دا چې پر هند د غزنوي یرغلونو په لښکرو کې هم د یوه مجاهد په توګه پاتې شو. هلته یې په خالي
فرصتونو کې هندي ژبې، فرهنګ، دین او علوم ولوستل، سانسګرېت ژبه یې زده کړه او د یوناني یا لاتیني ژبې په څېر یې ورڅه د لومړي لاس سرچینو په تر لاسه کولو کې کار واخیست. دی په بېلابېلو برخو کې د خپلو اثارو له لاري د اوسنۍ اسلامي نړۍ مشرانو، پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو ته پیغام ورکوي چې په کمو امکاناتو ډېر څه کېدی شي، بشر د جهل له تیارو څخه را اېستل کېدی شي، خو هغه وخت چې مطالعه او تحقیق وي، د قران او احادیثو هغه ارشادات او لارښوونې را وسپړل شي چې د بشر د خیر ښېګڼې لپاره یې کړي دي.
د البیروني فکري او ټولنیز لیدلوری
په یویشتمه پېړۍ کې د یرغلګرو او تېري ګرو تر ټولو ستره وسله، اتوم، باروت او معاصره ټکنالوژي نه ده، بلکې
فکري وسیلې او فرهنګي جګړه ده، البیروني پېړۍ وړاندې د خپلو څېړنو له لارې مسلمانانو ته څرګنده کړه چې اسلام
د هر مهال لپاره ځواب ویونکی دین دی، د پراخ نظرۍ او بهترین ژوند کولو دین دی او د اسلام ټولنیز لیدلوری موږ
ټولو ته اجازه راکوي چې د ځان، طبیعت، بشر، کائناتو او پټو پوهنو په اړه ژور سوچ وکړو، د بشر د خیر ښېګڼې چاره وسنجوو، خپل علم او فکر په ټولنیز ژوند کې د تحول د وسیلې په توګه وکاروو.
له بده مرغه چې په اوسنۍ نړۍ کې د دین او سیاست د جلا والې مفکوره چې له سیکولرېزم سره رېښه لري،
په چټکۍ روانه ده او ګڼو اسلامي هېوادونو ته دا لیدلوری ورکړل شوی چې ګڼي خدای مه کړه زموږ د وروسته پاتې
والي لامل به اسلام وي، که چېرته دین او سیاست سره جلا کړو، بیا پرمختګ وکړو، خو البیروني وایي چې اسلام خپله یوه غوره او معقول سیاست دی، له هر ټولنیز لیدلوري څخه د بشري اړتیاوو ځواب ویلی شي.
البیروني او ساینسي څېړنې
هغه د ذکاوت یو بېساری استازی و. په اوولس کلنۍ کې یې د یوې مدرجې حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار
لوړوالی اندازه کړ. همدارنګه یې د «ستور پېژندنې» په برخه کې ـ چې یو له مغلقو علومو څخه ده ـ ګڼ شمېر معتبر
آثار کښلي دي .دغه نوموتي عالم په ۴۲۰سپوږمیز کال د نجومو او هندسې په هکله د «التفهیم» کتاب ولیکه. چې دا
کتاب تراوسه په یادو برخو کې یې معتر عملي ماخذ دی. که څه هم د البیروني مورنۍ ژبه «خوارزمي» وه؛ خو د وخت اړتیا ته په کتو یې آثار په عربي ژبه تالیفول او په فارسۍ یې هم کامل تسلط درلود.
البیروني د شاوخوا پنځلسو اختراعاتو او اکتشافاتو سر لاری دی، تر دې چې په نجوم، فلکیاتو، انجینري،
جغرافیه او طب کې دده اثار همدا اوس هم د غوره او باوري ماخذ په توګه کارېږي، د ځمکه او لمر تر منځ هغه واټن
چې ده ښوودلی و، د فضایي څېړنو اوسنیو ګڼو باوري مرکزونو هم تائید کړی او حتی ویل کېږي چې په سپوږمۍ کې
هم البیروني په نامه یوه ساحه حقیقت خوښوونکي غربي څېړونکو دده په نامه کړې ده. دا ډېره د افسوس خبره ده چې
اوسني اسلامي هېوادونه حتی د هلال معلومولو په برخه کې هم ستونزې لري او یا که له کومو وسایلو هم ګټه اخلي،
هغه د کفري هېوادونو تولید دی، حال دا چې البیروني څه باندې زر پېړۍ وړاندې دې برخې ته پوره کار کړی و. ده د
خپلو ساینسي څېړنو له لارې څرګنده کړه چې اسلام هېڅ وخت هم د عصري او ساینسي څېړنو مخالفت نه کوي، بلکې
اړتیا یې بولي، خو ساینس پوه باید لومړی په خپل دین پوه وي، سمه عقیده ولري، څو د کائناتو په عظمت او رازونو
کې یې دا باور لا پیاوړی او یقیني شي.
البیروني، اسلامي حکومتولي او یووالی
البیروني په خپل ژوند کې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې ژوند کړی، دا دې معني لري چې هرې خاورې ته یې د خپل
کور په سترګه کتل او دا یې په خپلو تاریخي اثارو کې څرګنده کړې ده چې دده په زمانه کې د اسلامي هېوادونو د
پرمختګ او ویاړ یو لامل اسلامي وحدت وو، دا یووالی د دوی د قوت سبب شوی او ځکه یې په ګڼو اختراعاتو او
اکتشافاتو کې ننۍ نړۍ د ځان احسانمنه ده. دی د اسلامي هېوادونو د مشرانو او حکومتونو په اړه وایي: لکه وړاندې
چې یادونه وشوه، نوموړی د ساسانیانو، هخامنشیانو، خوارزم شاهانو او غزنویانو د مهال شپږو اسلامي دولتونو سره دعلمي شخصیت او سلاکار په توګه پاتې شوی دی. خپل اندونه د اسلامي سیاست په اړه داسې وړاندې کوي.
نوموړی وایي چې د یوه اسلامي دولت مشر باید دا تدبیري عقل، عدالت، محبت، تقوا او علم ولري، په همدې
ډول د عدالت تامین، امنیت او ارمي راوستل، ابادي او رغونه، د دین او عقل د قوانینو اجرا کول د یوه اسلامي دولت
مهم مسوولیتونه دي. دی باور لري چې د یوه حکومت د ثبات او ټینګ پاتې کېدو لاملونه عدالت، غوره رهبر لرل،
امنیت او سوکالي راوستل، دیني مشروعیت لرل، د خلکو سیاسي مشارکت او قانون پالنه ده.
په اوسنیو څېړنو کې د البیروني د مقام هېرونه
یو ویشتمه پېړۍ چې له خپلو ګڼو بحرانونو سربېره هم د پرمختګونو او ټکنالوژۍ دوره ده، د پرمختګ ګڼ ماخذونه او
د قوت ټکي یې د پخوانیو پېړیو په هسته کې پراته دي، ددې هستي په مرکز کې ګڼ اسلامي پوهان او عالمان شته چې
یو له هغو څه البیروني دی، اوسمهال که اسلامي هېوادونو له یوې خوا خپل دغه نومیالي هېر کړي، بې واکه دولتونه
یې له اسلامي مفکورې او سیاسي اسلام څخه وېره لري، همداسې کفري هېوادونو هم په خپلو څېړنو کې د اسلامي
عالمانو او ساینس پوهانو نظریې، مفکورې او لاسته راوړنې په خپل نامه کړې دي، د کابي راېټ او نورو علمي موازنیو اصول یې تر پښو لاندې کړي او اسلامي هېوادونه له بده مرغه چې د ناخبرۍ او بې غورۍ په تیارو کې ډوب دی، ددغه اتلانو د حقونو دفاع او غوښتنه نه شي کولی، یا خو به خپله هم ورڅخه وېرېږي.

ګل رحمن رحماني/ دویمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *