دینې لیکنېلیکنې

د منځنۍ آسیا د اسلامي تمدن ځینې مشهورې سیمې او علماء!

د لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د منځنۍ آسیا د ماورالنهر د یوې مشهورې سیمې سمرقند او پکې د تېرو شويو مشهورو او جمهورو علماؤ یادونه وکړه، یاده لیکنه کې د دویمې مشهورې سیمې او په اسلامي امت کې مشهور ښار بخارا یادونه کوو چې د تمدن، ثقافت، کلتور، فرهنګ او علم له سترو ښارونو څخه دی.
بخارا:
بخارا د اسلامي تمدن او علم له سترو ښارونو شمېرل کېږي، چې نن سبا د ازبيکستان پنځم لوی ښار حسابېږي، چې د اسلامي تمدن او ثقافت په کې تر ۱۰۰ زیاتې نښې نښانې دي، یاد ښار تاریخي قدامت لري، ځینې یې تاریخ تر ۵ زرو کلونو هم هاخوا لیکي، یاد ښار د پخوانۍ ورېښمو لارې په منځ کې پروت و، چې له امله یې د تجارت په نوم هم شهرت موندلی و، معجم البلدان کې ورته بخارا الشریفة او د سرو زرو ښار هم ویل شوی، ځینې بیا وایي بخارا د بخار نه دی او په معنی د زیات علم، ځکه دلته د هر فن علماء تېر شوي.
د بخارا فتحه:
بخارا له اسلام وړاندې د ایراني ساساني سلطنت تر حاکمیت لاندې وه، په لومړي ځل یاده سیمه د امویانو دور حکومت کې د عبیدالله بن زیاد په لاس ۵۴هـ کال کې فتحه شوه، چې د سیمې د بادشاه له لوري جزیه اداء کېده، وروسته بیا د سالم بن زیاد په لاس ۶۱هـ کال کې فتحه شوه خو اسلام په کې سرایت ونه کړ، چې بیا د مشهور فاتح قتیبه بن مسلم له لورې ۹۰هـ کال کې په بشپړه توګه فتحه او له هغې وروسته په کې اسلام په بشپړه توګه خپور او یاده سیمه د اسلامي تمدن له مشهورو سیمو او د علم له سترو مرکزونو څخه وګرځېدله.
بخارا د اسلامي تمدن د عظمت او شاهکارۍ شاهده ده، هلته که یو طرفته د علم چرچې وې، بل طرفته یې بادشاهانو د معمارۍ او آبادۍ لوی لوی څلي هم جوړ کړي وو، سلګونه مدرسې، جوماتونه، مزارونه او نور تاریخي ځایونه چې زیاتره یې تر ۱۰۰۰ کلونو او ځینې یې بیا ۶ او ۷ سوه کلن تاریخونه لري او تر ننه هم آباد دي، په مشهورو تاریخي ځایونو کې یې د سامانیانو هدیره، مسجد بالاحوض، د چار مینار مدرسه او مسجد، مشهوره تاریخي قلعه چې د ارګ په نوم یادېږي، لبی یا لیی حوض چې پخوانی تاریخ لري او تر څنګ یې پخوانۍ مدرسې په زاړه شکل کې آبادې دي، چشمه ایوب او یوئی کلیان یا کلان مجموعه چې په کې د میرعرب مدرسه، جومات او مینار شتون لري او تر ټولو زیات لیدونکي لري او داسې نور لکه د ۱۶صدۍ د عبدالعزیز خان مدرسه، پخواني تجارتي بازارونه او د بهاء الدین نقشبندي بخاري مزار.
مشهور علماء کله چې یاده سیمه د قتیبه بن مسلم له لوري فتحه شوه، یاده سیمه کې د علم او فنونو چرچې شوې، دلته دیني علومو، فنونو، فلسفې او الٰهیاتو د زده کړو مرکز وګرځېد، چې له امله یې سلګونه لوی لوی علماء او د هر فن ماهرین نړۍ ته وړاندې کړل، چې ځینې موږ په لاندې ډول ذکر کوو.
۱- د بخارا مشهور عالم، په اسلامي نړۍ کې پېژندل شوی ستوری، د احادیثو لوی امام، هغه چې کتاب ته یې له قرآن کریم وروسته د صحت درجه ورکړل شوې، هغه چې ۵لکه احادیث یې یاد وو، امام ابوعبدالله محمد بن اسماعیل البخاري چې په امام بخاري مشهور دی ۲۵۶هـ کال کې وفات شوی، مشهور کتابونه یې الجامع الصحیح «بخاري» التاریخ الکبیر، التاریخ الصغیر، الجامع الکبیر، الادب المفرد، التفسیر الکبیر او ځینې نور.
۲- د نوي طب مشهور فلسفي او حکیم عالم بو علي سیناء چې بشپړ نوم یې ابو علي الحسین ابن عبدالله بن سیناء، چې ۴۲۸هـ کې وفات شوی،نوموړي په طب، فلسفه، فلکیات، ساینس او علم الکلام کې شهرت موندلی و، نوموړي په یادو فنونو کې زیات کتابونه لیکلي، د ابن سیناء له تصنیفاتو کتاب القانون، کتاب ادویه القلبیه، کتاب الشفاء، په ریاضي، فلسفه او نورو علومو یې مختصر اقلیدس، کتاب الزاویة، مختصر علم الهیئة، اشارات او داسې نور…
۳- مشهور محدث او حافظ الحدیث ابو حفص البخاري چې په البزار سره هم شهرت لري، د پینځمې صدۍ لوی محدث تېر شوی، خپل نوم یې عمر بن منصور بن أحمد بن محمد البزار أبي حفص البخاري و.
۴- د حنبلي مذهب مهشهور فقیه او محدث عالم علي بن احمد بن عبدالوحد المقدسي فخر الدین چې مشهور په ابن البخاري و او د ۷مې صدۍ مشهور عالم تېر شوی.
۵- د تصوف د ټولو مشهور سلسلې نقشبندیه باني محمد بن محمد خواجه بهاءالدین النقشبندي البخاري چې ۷۹۱هـ کال کې وفات شوی او داسې نور…

دویمه برخه / م حماد شیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *