لیکنېمقالی اوتبصرې

د سپټمبر ۱۱مه پر افغانستان د نظامي يرغل لپاره دسيسه وه

تاريخ ته په کتو سره دا موندلی شو سترو قدرتونو او زبرځواکونو په تېره بيا لوېديځ استعمار تل د خپلو موخو تأمين او قلمرو پراختيا لپاره له ځينو وسيلو استفاده کړې څو د درېيمۍ نړۍ په تېره اسلامي هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د هغوی پر مادي او معنوي سرچينو خېټه واچوي. په اوسني پير کې هغه څه چې لوېديځ ورڅخه په دې برخه کې د يوې وسيلې په توګه استفاده کړې، يوه هم د «ترهګرۍ» کلمه ده چې تل يې د خپلو ګټو مطابق تعريفوي او په همدې پلمه يې په يو شمېر هغو هېوادنو او ملتونو بريدونه کړي او هغوی يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي چې د دوی ګټې ګواښي او يا يې مطابعت نه‌کوي چې يو له هغو څخه هم افغانستان و چې کابو دوه لسيزې په همدې پلمه د اور په لمو کې وسوځېد.
افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې د خپل ستراتيژيک جيوپولتيک موقعيت له امله يې تل د غرب د بهرني سياست په محراق کې ځای درلودلی او غربي ستراتيژيستانو د دغه هېواد لاندې کولو لپاره له ډېر پخوا څخه لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونه طرحه کړي وو. د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر وړاندې د افغان مجاهد ولس د برحق جهاد پر مهال په اوو ګوندونو د مجاهدينو وېشل او له مشخصو کړيو څخه د غرب ملاتړ چې په ترڅ کې يې کورنيو جګړو ته لار هواره شوه. د ميليونونو شهيدانو آرمانونه چې په هېواد کې د يو سوچه، خپلواک اسلامي نظام جوړول وو، له خاورو سره خاورې کړل؛ د برهان‌الدين رباني په مشرۍ د يو کمزوري ائتلافي حکومت جوړول او پر څو برخو د هېواد وېشل د غربيانو يوه دسيسه وه چې په دې توګه يې په افغانستان کې لاسوهنو ته لاره برابره کړه.
خو کله چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمة‌الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحريک ( اسلامي امارت) د جهاد آرمانونو د تحقق او د پاشلي هېواد د بېرته يوځای کولو په نيت راپورته شو، په کمه موده کې يې ټول هېواد تر واحد قيادت لاندې راوست او د يوه سوچه اسلامي نظام په تأسيس سره يې په هېواد کې شرعي نظام حاکم کړ، نو غربي استعمار دغه ډول نظام د خپلو ګټو پر وړاندې خنډ وباله او نه يوازې دا چې اسلامي امارت يې په رسميت ونه پېژانده، بلکې د هغه د ناکامۍ او جګړې اور تازه ساتلو لپاره يې له شمال ټلوالې خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. غرب تر پايه د برهان‌الدين رباني په مشرۍ يو داسې حکومت په رسميت وپېژانده او په بېلابېلو برخو کې يې مرستې ورسره کولې چې د بين‌المللي اصولو پر بنسټ يې د حکومتولۍ هېڅ شرط هم نه و پوره کړی.
څرنګه چې د کلمبيا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس ستيف کول په‌خپل کتاب «جنګ اشباح» کې ورته اشاره کوي، د امريکايي مرکزي استخباراتي ادارې ( سي آی اې) مامورينو له ۱۹۸۷ کال څخه تر ۱۹۹۹ کلونو پورې پنځه ځلې افغانستان ته د پټو سفرونو په ترڅ کې د شمالي ټلوالې له نظام قومندان احمدشاه مسعود سره ليده کاته وکړل او له هغه سره يې په نظامي او استخباراتي برخو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.
د سويلي آسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کارل فورت د ۱۹۹۹ کال په جولای کې د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند ته د يو سفر په ترڅ کې د شمالي ټلوالې له قومندان احمدشاه مسعود سره په ليدنه کې له هغه سره د همکارۍ پر څرنګوالي بحث وکړ چې وروسته له مسعود سره د تسلیحاتي مرستو لپاره يوه پاليسي هم جوړه شوه. له هغه وروسته د سپينې مانۍ د اطلاعاتي پاليسۍ او حقوقي دفتر له‌خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ټيم (جابریکر ــ۵ ) ماموريت لايحه جوړه او د امريکا د ملي امنيت شورا له‌خوا تصويب شوه چې پر بنسټ يې د اسامه بن لادن د تعقيب مرکز مدير « رچ» په مشرۍ د سي آی اې سازمان د مامورانو يو ټيم د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر کې پنجشېر ته سفر وکړ. په دغه سفر کې د مالي، مخابراتو او تسليحاتي مرستو د ژمنو تر څنګ د سي آی اې له‌خوا د مسعود د استخباراتو مامورانو پر روزنې هم هوکړه وشوه. چې وروسته د امرالله صالح په ګډون د احمدشاه مسعود ډلې يو اته کسيز اطلاعاتي ټيم د استخباراتي روزنې په موخه د متحده ايالتونو په وريجنيا کې د سي آی اې مرکز ته واستول شو.
د دغو همکاريو په ترڅ کې د مسعود جنګيالو د ۲۰۰۰ م کال په لومړيو کې د ننګرهار پر ډرونټې سيمې راکټي بريدونو ترسره کولو ادعا هم وکړه خو د دغه بريدونو د کره‌والي په اړه شواهد نه‌دي ترلاسه شوي.
له هغه وروسته د ۲۰۰۱ م کال په دوبي کې د امریکا له‌خوا روم او واشنګټن ته د شمالي ټلوالې دوو مخکښو چارواکو ( يونس قانوني او عبدالله عبدالله) سفرونو ته زمينه برابره شوه. د دغه سفر په ترڅ کې دغو چارواکو د افغانستان له پخواني پاچا ظاهرشاه او يو شمېر امريکايي چارواکو سره د افغانستان پر سياسي او نظامي مسائلو يو لړ هوکړې وکړې.
همدارنګه د امريکايانو په مرسته د حامد کرزي او د شمالي ټلوالې د استازو ناستې، د افغانستان شمال ته د کرزي سفر او هلته له مسعود سره د اسلامي امارت پر وړاندې د جګړې پر لارو چارو بحث په‌خپله د دې ښودنه کوي چې امريکا لا له مخکې پر افغانستان د بريد لپاره د يوې بهانې په لټه کې وه. او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر يوولسمې پېښه د نظامي يرغل د مشروعيت لپاره يوه دسيسه وه چې تر پايه هم واشنګټن داسې اسناد وړاندې نه‌کړل څو د دې ښوودنه وکړي چې دغه بريد دې په افغانستان کې طرحه شوی وي او شېخ اسامه بن لادن دې په‌کې ښکېل واوسي.

ابوالیاس جهادول / لومړۍ برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *