لیکنېمقالی اوتبصرې

د «إسماعيل هنیه» پېژندنه

إسماعيل هنیه په ۱۹۶۲م کال د جنوري په ٢٣مه نېټه د غزې ساحلي کډوالو په پنډغالي کې په هغه کورنۍ کې وزیږېده، چې په کال ۱۹۴۸م کې یې له عسقلان څخه دلته پناه راوړې وه، لومړنۍ زدکړې يې د ملګرو ملتونو له لوري د فلسطيني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې(اونرا) په ښوونځيو کې سرته ورسولې، له «الأزهر» انستیتوت څخه د سند ترلاسه کولو وړاندې د غزې په اسلامي پوهنتون کې په ۱۹۸۷م کال شامل شو او له هغه ځای څخه یې په عربي ادبیاتو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
دوه شپيته کلن إسماعيل هنیه په ۲۰۱۷م کال کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل ځای ناستی وټاکل شو.
په ۲۰۱۸م کال نوموړی متحده ایالاتو د ترهګرو په ليست کې شامل کړ او په نړيوالو رسنيو يې هغه مهال نوم را ښکاره شو چې په إسرائيلو د حماس اسلامي غورځنګ له خوا بریدونو پيل شو.
نوموړی إسرائيلو څو ځله ونیول او په ۱۹۹۲م کال يې د حماس نورو مشرانو په ګډون لبنان ته وشړل.
إسماعيل هنیه د خپل کاکا له لور «آمال هنیه» سره نکاح وکړه. دوی داوړه د ديارلسو تنو اولادونو له نعمته برخمن شو؛ پنځه لوڼې چې نومونه يې: سناء، بثينة، خولة، لطیفه او ساره دي. او اته تنه زامن چې نومونه يې: عبدالسلام، همام، وسام، معاذ، عائد، حازم، امير او محمد دي. درې وروستي(حازم، امیر او محمد) د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د إسرائيلو لخوا په یو برید کې هغه مهال په نښه او شهیدان شول چې دوی د غزې تړانګې په مرکزي سیمه کې په یو ملکي موټر کې د اختر په مناسبت دوستانو ته دمبارکۍ ورکولو په موخه روان وو. په بريد کې له يوې ماشومې پرته چې په سطحي توګه زخمي شوه او «العمداني» روغتون ته انتقال شوه؛ نور ټول وګړي شهيدان شول.
إسماعيل هنیه له الجزيرې سره په خبرو کې وويل: د الله تعالی شکر ادا کوم چې د درې زامنو او څو لمسيانو په شهادت سره يې عزت راکړ… په روانو دردونو او وينو به موږ خپل امیدونه او راتلونکی جوړوو او په نتیجه کې به يې موږ(فلسطينيان) او ټول امت له آزادي برخمن کېږو، په غزه کې هر فرد او هرې کورنۍ د خپلو اولادونو د وينو پوره قيمت او قرباني ورکړې ده، زما د کورنۍ شهیدان غړي چې شمېر يې تر اوسه ٦٠ ته رسېږي؛ د دوی او نورو فلسطينيانو تر منځ هيڅ توپیر نه وينم.
نوموړي زياته کړه: اشغالګر اراده لري چې د رهبر د زامنو په نښه کولو سره فلسطينيان مرال له لاسه ورکړي، خو دوی بايد پوه شي چې دا ډول کړنې یې موږ ته په خپل دريځ او خاوره نور هم استقامت را بښي.

ژباړه: حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *