لیکنېمقالی اوتبصرې

د لاجوردو لاره د بين المللي جيوپولټيک په رڼا کې

د سيمې او له سيمې هاخوا لپاره د لاجوردو لارې ارزښت :
دا چې اوس په سيمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې د امريکايي اشغال د خاتمې له امله ثبات او امنيت تر ډېر ځند وروسته ټينګ شوی، د دې لارې د طرحې د عملي چارو پراختیا ته ښه زمينه برابره شوې ده.
پر روسيې د ډله ييز غرب د بنديزونو او افغانستان کې يې د ماتې له امله روسيه هم په دې برخه کې د خنډ جوړلو لېوالتيا نه‌لري او ځينې نور هېوادونه چې غواړي له دې لارې څخه استفاده وکړي د هغو د اموالو لېږد ته هم د تېر په پرتله زمينه مساعده ده. په دې برخه کې د چين د ميلیارډو ډالرو پانګونه د دې لارې د طرحې د عملي کولو لپاره ښه فرصت دی.
د لاجوردو لاره د ترکمنستان ،آذربايجان او ګرجستان تکيه پر روسيې باندي کموي او د يادو هېوادونو هغه هڅې چې غواړي له غرب سره نېږدې اړيکې ولري دې هدف ته د رسېدو لپاره يادو هېوادونو ته د لاجوردو لاره يو ښه فرصت دی. له افغانستان وروسته د لاجوردو د لارې بل منزل ترکمنستان دی.
ترکمنستان: د لارجوردو لارې د مسير يو د خيلو هېوادونو له جملې څخه دی، په نړۍ کې د ګازو د توليد په برخه کې څلورم د ګازو توليدونکی هېواد دی، نو له همدې امله اړتيا لري چې د خپلې اقتصادي ودې لپاره د نړۍ بېلابېلو مارکېټونو ته لاره پيدا کړي.
اوس‌مهال د ترکمنستان د ګازو ستر پلورونکی چين دی.ازبيکستان، قزاقستان او تاجيکستان ته هم د ګازو صادرات لري. د ترکمنستان ګاز چین ته د درېیو لینونو C,B,A په ذریعه د ازبيکستان او قزاقستان څخه تیرېږي بیا لوېدیځ چین ته رسېږي. ټاکل شوې وه چې چين ته د ګازو د لېږد په برخه کې څلورم D لین رامنځته شي چې دا لین د ازبيکستان، تاجيکستان او ترکمنستان څخه تېرېده، خو د یادو درېيو ټرانزيټي هېوادونو تر منځ د لین د لارې پر سر اختلاف او نورو تخنيکي موضوعاتو له امله تر دا مهال ځنډېدلی.
بل‌خوا اوس‌ د ټاپي ګازو نللیکې د پروژې د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره ده او په دې تړاو د افغان او ترکمن حکومتونو لوړپوړو چارواکو تر منځ رغنده بحثونه تر سره شوي دي.
ترکمنستان د هایدرو کاربن پر صنعت باندې د پراخې اتکا سره تړلو خطرونو څخه خبر دی او له همدې امله د اقتصادي تنوع په تکل کې شوی. د ترکمنستان د اقتصادي تنوع د اجنډاء د یوې برخې په توګه چې د ستراتیژیکو ملي لومړیتوبونو تر عنوان لاندې د ۲۰۱۱-۲۰۳۰ ز کال پورې د ټولنیز اقتصادي پراختیا ملي پروګرام کې تشریح شوی غواړي چې د کسپین سمندرګي او تور سمندرګي له لارو څخه په ګټنې خپل موقعيت په يوه بین المللي تجارتي ټرانزيتي مسير بدل کړي او د ډېرو کلونو را پدې خوا د نښلوونکو لارو د رغونې په پرخه کې پانګونه کوي،نو په دې برخه کې د لاجوردو د لارې تړون د ترکمنستان له ستراتیژیکو لومړیتوبونو سره سم دی. د دې لارې د مسير څخه د اموالو لېږد اروپا ته ياد هېواد ته ډېرې ګټې لري. دا به یاد هېواد له سويلي قفقاز سره ښه نږدې کړي او ښو اقتصادي فرصتونو ته به لاس رسی پیدا کړي.
آذربايجان: د لاجوردو لارې په مسير کې آدربایجان پروت دی، دا هېواد يو مهال د پخواني شوروي اتحاد مستعمره و. اوس مهال اذربایجان په سويلي قفقاز کې د ستراتيژیکو لوبغاړو له جملې دی. یاد هېواد چې اکثریت وګړي يې شیعه دي له ایران سره قومي او فرهنګي اړيکي لري،خو له دې سره سره اذربایجان د سیاسي او اقتصادي اړیکو له لحاظه له ایران سره د واټن په ساتلو سره خپل د پخواني شوروي اتحاد د دورې سیکولر حالت ساتلی دی. د اسرائیلو او اذربایجان ترمنځ نږدې پوځي، اقتصادي او سیاسي اړیکې د تهران له لوري ایران ضد سياست ګڼل کېږي.
د ۲۰۱۶ ز کال په اګست میاشت کې اذربایجان د ایران او روسیې سره د شمال – سویل ټرانسپورټي کورېډور په ګډون د سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د بحث په موخه په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و. دغه لاره چې وچه او سمندر په بر کې نيسي ور څخه موخه دا ده چې هند د ایران له لارې د اروپا، سویلي قفقاز او روسیې سره ونښلوي.
بل‌خوا دا چې په نړيوالو اړيکو نه دايمي دوست شته او نه هم دايمي دښمن او هغه څه چې دايمي دي هغه ملي ګټې دي نو اذربایجان هم خپلو ملي ګټو ته په کتو سره د روسيې په پرتله له غرب سره نېږدې اړيکې پالي.
دا چې د کسپين سمندر د نړۍ په کچه د زیاتې انرژۍ او د طبيعي زېرمو درلودونکی دی شاوخوا پنځه مهمې د انرژۍ د لېږد نلليکې د اذربایجان، ګرجستان څخه ترکيې ته او د هغه ځای څخه اروپا ته رسېږي، چې په دې سره د ترکيې او اروپا د پام وړ انرژي برابروي.
د کب په ۲۹مه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره ليده کاته درلودل. د همدغه ليدلنې پر مهال سفير څرګنده کړې چې هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، خو په‌دې برخه کې یې هېواد د ا.ا.ا. هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د لاجورد لارې په فعالېدو سره د ټرانس کسپين کورېدور اهمیت نور هم لوړېږي.په هرصورت، اذربایجان له لوري د لاجورد لارې د تړون لاسلیک د هغه د ځانګړي جیوپولیټیک دریځ سره سمون لري.
ګرجستان: په‌دې مسير کې واقع بل هېواد ګرجستان دی چې د روسيې، اذربایجان، ترکيې او د توري بحيرې سره د یاد هېواد په غرب کې ګډه پوله لري.
ياد هېواد مخکې تر دې چې د بالشویکیانو تر ولکې لاندې راشي تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د لنډ مهال لپاره خپلواکي ترلاسه کړه.د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره په ۱۹۹۱ ز کال کې دغه هېواد ته خپلواکي ورکړل شوه، خو روسیه په سيمه کې د خپلو يو شمېر نورو ګاونډیانو په څېر ګرجستان ته هم د خپل انګړ په سترګه ګوري.
روسیې د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې د ګرجستان پر وړاندې د زور څخه ګټنه وکړه او ګرجستان پورې اړوند سيمې جنوبي اوسیتیا او ابخازیا یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.د روسيې دا عمل د ناټو او غرب سره د جورجیا نېږدې کېدو د مخنیوي د هڅې په توګه تشریح شو.
په هر صورت دغه هېواد د تورې بحيرې له لارې د ترکيې سره وصل دی او د آذربايجان د ګازو او تېلو د لېږد لپاره و ترکيې ته يو ښه مسير ګڼل کېږي.اذربايجان،ګرجستان او ترکيې خپل منځ کې يو د بل سره د اتصال- د ګازو، نفتو او نورو توکو د لېږد په موخه د کرښو يو مجموعه ايجاد کړې او د دغه اړيکو د لا پراختيا لپاره د لاجوردو لار د مهمو مسيرونو څخه ده.
د سويلي قفقاز په سیمه کې د ترکيې دا ښکېلتيا د روسیې پر وړاندې د ترکیې د نفوذ زیاتوالی په ګوته کوي. دغه هېواد لا دمخه د باکو،تبلیسي،کارس (BTK) رېل پټلۍ د ترکيې د نوې ورېښمو لارې په توګه نومولې چې دا به د شمالي افریقا او اروپایانو له‌خوا په وچه کې راګير منځنۍ اسیا سره د وصل په موخه وکارول شي.
ترکيه: پر يادو هېوادونو سربېره وروستی او پنځم هېواد ترکيه ده، چې د دې لارې په مسير پرته ده.ياد هېواد په‌دې هڅه کې دی چې اروپا ته د انرژۍ د لېږد په ثقل بدل شي، دې هدف ته د رسېدو له‌پاره د لاجوردو لار ښه مرسته کوونکی فرصت دی. د همدې امله ترکيه به د لاجوردو د طرحې په تطبيق او د دې لارې د توکو په لېږد کې اروپا ته پام وړ هڅې وکړي. د دې ټولو هېوادونو هڅو ته په کتو سره د دې لارې د ښې راتلوونکې په اړه هيلې را ټوکوي.
د هېوادونو د جیو پولیټیک وضعیت په رڼا کې چې پورته کومې څرګندونې شوې، دا په ګوته کوي چې د لاجوردو کورېډور د غړو هېوادونو د ملي لومړیتوبونو سره سمون لري. دا کورېډور د غړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړې کولو وړتیا لري او په دې توګه کولی شي د نورو نوښتونو لپاره په اوږد مهال کې لاره هواره کړي.
بالاخره د لاجورد لار د سیمه ‌ییزې پراختیا، د افغانستان، منځني اسیا او له اروپا سره د څو اړخيزو اړیکو د ټینګښت لامل کېدلی شي.

درېيمه او وروستۍ برخه / ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *