نړۍ
پاکستان کـې د سختو اورښتونو له امله ۶۳ کسان مړه شوي
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان او پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو، د کورونو د چت لوېدلو او د اورښتونو اړوند نورو پېښو له امله ۶۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.ډېر زیانونه په خیبر پښتونخوا کې اوښتي دي.راپورنه زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې ۱۳۷۰ کورونه هم نړېدلي، چې اوسېدونکي یې اوس مهال په سختو حالاتو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.دغه راز د نړۍ په ځینو نورو برخو لکه منځني ختیځ، روسیې او افریقا کې هم سېلابونو په دې وروستیو کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.