افغانستان

پاکستان بیا د افغانانو پر مخ تورخم دروازه وتړله

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې پاکستان یو وار بیا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورت او ویزه نه لري. پاکستان تر اوسه د دغې ټرانزیټي دروازې د بیا تړلو په اړه څه نه دي ویلي.ویل کیږي چې تر دې وړاندې افغان حکومت او پاکستاني لوري موافقه کړې وه چې بې ویزې ناروغان هم کولی شي د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي. خو پرون په ننګرهار کې سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې پاکستان یو وار بیا دغه سرحدي دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي چې پاکستان دغه محدویدت د دوشنبې په ماښام وضع کړی دی.
د دې ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي چې پاکستان ویلي دي چې وروسته له دې هیڅ څوک بې له پاسپورت او ویزې څخه نه شي کولی د پاکستان خاورې ته ننوځي.
نوموړی زیاتوي: «هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ ناروغانو د هغه کمیسیون له خوا چې په ننګرهار کې د همدې موخې له پاره ایجاد شوی دی د یوه لیک له ترلاسه کولو وروسته اجازه درلودله چې د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته واوړي.»
د تورخم دروازه تیر میاشت هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو موافقه شوې وه چې ناروغان، په ځانګړي توګه په سرطان اخته کسان کولی شي بې له ویزې او پاسپورت څخه د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تیرو وختونو کې یې تل ټینګار کړی دی چې د نوو قوانینو پر اساس، ټول هغه کسان چې د سرحد له لارې تګ راتګ کوي باید پاسپورت او ویزه ولري.
د تورخم سرحدي دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله په وار وار تړل شوې ده. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی لوری یاده دروازه تړي. تر دې دمخه افغان ځواکونو له پاکستانيو پولیسو سره د دې دروازې پر سر وسله والې نښتې هم کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *