افغانستان

د بندونو برېښنا بې مخینې زیاته شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دې شرکت د تولید حوزې ریاست اړوند نغلو، سروبي او ماهيپر برېښنا تولید فابریکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۳۹ مېګاواټه برېښنا تولید کړې. یاد شرکت ویلي، چې دغه اندازه تولید شوې برېښنا د شبکې له لارې پېردونکو ته وېشل شوې ده. د دغې شرکت دمعلوماتو له مخې تولید شوې برېښنا څخه تر ټولو زیاته نغلو او تر ټولو ټيټه د ماهيپر برېښنا فابریکې کې تولید شوې ده. د یادونې ده، چې په هېواد کې وروستیو اورښتونو نه یوازې داچې د اوبو بندونه ډک کړي، بلکې د یو اباد افغانستان لپاره یې هم د افغانانو هیلې غوړولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *