افغانستان
پر بادي او لمریزه برېښنا پانګونه کیږي
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري هرات ولایت کې د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا، بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، کابل او غزني کې د سوداګریزو مارکټونو جوړولو او د هېواد په پینځو زونونو کې د کرنیزو کمپلېکسونو رامنځته کولو پر طرحو خبرې شوې.دې غونډه کې ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو د ارزونې په موخه ګډې غونډې وکړي او خپل راپورونه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.