بېلابېلې لیکنېلیکنې

واکمن دې پوهان او علماء ورنږدې کړي

د جماعت درولو باره کې روایت کې راغلي، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به په لمانځه کې زموږ پر اوږو لاسونه راکېښودل او فرمایل به یې: برابر شئ، اختلاف مه کوئ، کنه زړونه به مو سره مخالف شي، خامخا دې ستاسو درانه او پوهه کسان ماته رانږدې شي، بیا دې هغه ورپسې شي چې دوی ته نږدې وي ، بیا هغه چې دوی ته ورنږدې وي. رواه مسلم (122 –432)

د حدیث تشریح او ګټې

حدیث کې “أولو الأحلام”  راغلي، الأحلام د حلم جمعه ده، حلم یعنې ارام، درنښت، وقار او په چارو کې کره توب، همدا رازحلیم انسان پر ځان پوره کنترول لري او له حلم نه مراد عقل دی، ځکه درنښت، ارام او کره توب د عقل غوښتنې دي. د ”النّهى” لفظ هم د نون په ضمه سره د نهیة جمعه ده او دا هم عقل ته وایي یعنې له بدو کارونو منع کوونکی. نو مطلب دا شو چې رسول الله ﷺ فرمایي: ماته دې هوښیاران، عالمان او درانه خلک رانږدې شي،  د دوی په نږدېوالي کې له نورو ګټو سره لویه ګټه دا هم ده چې که اړتیا رامنځته شوه هغوی کې کوم یو لمانځه مخته کړل شي.

امام النووي رحمه الله لیکي: امام ته د پوهانو او عالمانو په نږدېوالي کې ډېرې ګټې دي، یو خو د دوی احترام او درنښت په کار دی، که امام ته اړتیا پېښه شوه نو دوی کې به یو لمانځته مخته کړي، داراز د امام د سهوِ په صورت کې دوی فتحه ورکولی شي. د رسول الله ﷺ د لمانځه د حالت او صفت زده کړه هم دوی ښه کولی شوی او بیا یې نورو ته هم ښه بیانولی او تشریح کولی شي. او همدوی د دې وړتیا لري چې نور یې پیروي وکړي.

امام النووي رحمه الله زیاتوي: د پوهانو او عالمانو مخته کول د جماعت په لمانځه پورې خاص نه دي، بلکې سنت او د پیغمبر لاره دا ده چې پوهان باید هر ځای مخته کړل شي او هر ځای باید لویانو او مشرانو ته ورنږدې کړل شي، لکه د علم مجالسو کې، د قضا او مشورو په مجلسونو کې او داسې نور. له دې حدیث نه دا هم معلومیږي چې د علماؤ مراتب هم باید مراعت شي، د زیات علم، دیندارۍ، عقل، شرافت، عمر او وړتیا خاوندان باید له ټولو مخته کړل شي. په دې باره کې نور صحي حدیثونه هم راغلي دي. شرح مسلم للنووي(4/154)

 

د حدیثو مشهور شارح علامة الطیبي رحمه الله لیکي: دې حدیث کې د هوښیارانو او عالمانو د مخته کولو امر شوی ، چې د رسول الله ﷺ لمونځ زده کړي، د لمانځه احکام او طریقه یاد کړي، بیا یې نورو خلکو ته بیان کړي. انس رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ مینه لرله چې مهاجرین او انصار ورنږدې کړي، چې لمونځ یې وساتي.

شرح مشكل الآثار للطحاوي (5835) / تحقيق: شعيب الأرناؤوط.

له قيس بن عباد نه یو روایت راغلی، هغه وایي: د مدینې جومات کې لومړي صف کې ولاړ وم، د شا له خوا یو چا ورکش کړم! زه یې له خپل ځایه لري او زما پر ځای هغه ودرید! قیس زیاتوي: قسم دی په لمانځه پوه نه شوم، خو له لمانځه وروسته مې چې ولید هغه ابي بن کعب و، هغه راته وویل: ځوانه! خپه نه شې،  په قسم سره درته وایم چې دا رسول الله ﷺ موږ ته په ټینګار سره ویلي وو چې موږ به په لمانځه کې هغه ته نږدې درېږو. (أخرجه الحاكم 2/ 334 بسند صحيح).

امام مسلم بن الحجاج القشیري رحمه په خپل صحیح کې لیکي: لوړ درجه سړی دې له خپل مقامه راښکته نه کړل شي او په علم کې د کمي درجې سړی دې له خپل مقامه پورته نه کړل شي، هر چا ته دې خپل حق ورکړل شي او هر چا ته دې له خپلي مرتبې سره مقام ورکړل شي. مقدمة صحيح مسلم.

په دې برخه کې حافظ السخاوي رحمه الله هم اوږدې خبرې کړې او پردې يې ټینګار کړی چې د لمانځه په څېر د ژوند په نورو برخو کې دې هم علماء او د اړوند موضوع پوهان او ماهرین مخته کړل شي او د هر چا د پوهې او عقل په اندازه دې د هغوی مراتب خوندي کړای شي.

حافظ السخاوي د امام ابو احمد العسکري (293- 382هـ) رحمه الله له قوله لیکي: دا خپل امت ته د رسول الله ﷺ توصیه ده چې هر چا ته باید د هغه له مرتبې سره سم حقوق ورکړل شي او هیڅوک دې له خپل حقه بې برخي نه شي. الجواهر والدرر في ترجمة  شيح الإسلام الحافظ ابن حجر (1/60). للعلامة شمس الدين محمد بن عبد الرحمن السخاوي (وفاة: 902هـ).

له دې معلوماتو څرګنده شوه چې په دې برخه کې د واکمنو لپاره دوه کارونه مهم دي، یو دا چې دوی باید خامخا پوهان او علماء ځانونو ته ورنږدې کړي ، بل دا هم ورته لازمه ده چې د هر کار ماهرین او هرې موضوع متخصصین باید په اړوندو ځایونو کې وګومارل شي د دوی له پوهو، تجربو او مهارتونو کار واخیستل شي.

باید روښانه کړم چې دا خبرې د ثواب او یوازې د چا د احترام او درنښت خوندي ساتلو لپاره نه دي، په دې معنا چې پوهان او علماء هسې په څه شي خوشاله او تش ونازول شي ، بلکې دا خبرې ډېرې مهمې او لازمې دي، له پوهانو، علماؤ او ماهرینو باید کار واخیستل شي، په ځانګړې توګه مشورتي بورډونو کې ځای ورکړل شي. او که داسې ونه شي کارونه پر مخ نه ځي، مشران او کشران واکمن دې په خلاصو غوږونو واوري چې ادارې او نظامونه د ډریورانو، پیره دارانو او ناپوهه ملګرو او انډیوالانو په مشورو ، مرستو او کار نه چلیږي. هره اداره چلول مهارتونه، تخصصونه او له تجربو ډک ماغزه غواړي.  کاپی د حامد افغان له پاڼې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *