تاریخ او جغرافیهلیکنې

د میرزکې خزانه

افغانستان د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ یو لرغونۍ، غرنی او د موقعیت له لحاظه تر ټولو لوړ هېواد دی چې تاریخي شالید یې زرګونو کلونوته رسېږي، دمعتبرو تاریخي روایاتو او اسنادو له مخې افغانستان د بین النهرین، کلدې،مصر، د مدیترانې د جنوبې سواحلو ، فلسطین ، یونان او چین د مدنیتونو ترمنځ د پنځم مدني کانون په توګه د تاریخ په پاڼو کې تسجیل،خو په اسیا کې بیا د تمدن د لومړنۍ زانګوپه توګه پیژندل شوی او سجل شوی دی، پاتې د نه وي چې زموږ ګران هېواد له روم او هند نه د مدنیتونو په حساب ډېره اوږده مخینه لري.
په افغانستان کې د خاورود لټ په لټ کېدو او کېندونو په ترڅ کې داسې لرغوني آثار او سکې ، له طلاوو جوړشوي امیلونه، کودړي او نور داسې انساني تصرفات ترلاسه شوي،چې د ځینو یې په لنډ حساب تر پنځو زرو کلونو پورې عمر لري.د پخوانیو یادګارونو په ډله کې یوه هم د میرزکې خزانه ده چې د ګردیز ښار په شل کیلومترۍ ختیځ پلو کې د کافرکوټ په غونډۍ کې چې د میرزکې د نیم وچ سیند سره د اویا مترو په فاصله موازي پرته ده، وموندل شوه، د دې خزانې تر څنګ په دغه سیمه کې نور داسې لرغوني آثار او د ودانیو نښې نښانې موجودې دي چې لیدونکی د لېرې ماضي په لور له ځان سره بیایي د کافرکوټ د غونډۍ په لمنه کې د شفافو او رڼو اوبویوه داسې چینه ده چې د زرګونو کلونو راهيسې یې د سیمې اوسېدونکو ته اوبه ورکړې دي، د ۷۲ کلونو د مخه خبره ده چې کله کلیوالي نجونو له دغه چینې څخه اوبه وړلې یوې نجلۍ ته ناڅاپه د چینې په ریګونو کې یوڅه وځلېدل ، نجلۍ لاس ور ووړ چې ګوري د سپینو زرو سکه په لاس ورغله ، په لېرې او نېږدیو کلیو کې آوازه تیت شوه خلک په چینه را مات شول هرچا په خپل وار سره له چینې سکې را وایستلې اوپه بازارونو کې یې وپلورلې کله چې حکومت خبر شو،نو د لوی مورخ ارواښاد احمد علي کهزاد په مشرۍ یې یو پلاوی سيمې ته واستاوه ، پلاوي کېندنې وکړې او د لس زره شاوخوا مسي او د سپینو زرو سکې یې کابل موزیم ته راوړلې ، دا چینه نه یوازې د سکو خزانه ، بلکې د مختلفو واکمنو دسیکو کلېکسیون هم و،ځکه د بېلا بېلو وختونو او پاچا هانو سکې دلته وموندل شوې، څېړونکو عقیده درلوده چې د دې سکو عمر ۲۵۰۰ کلونو ته رسېږي او وروستۍ سکې یې بیا د درېیمې میلادي پېړۍ سره اړه درلوده چې په دې ترتیب د افغانستان د سیکو ۷۰۰کلن تاریخ پکې را غوند شوی و، داچې د دومره اوږدو زمانو سکې د څه لپاره په دغه ځای کې را غونډې شوې وې؟ څېړونکي عقیده لري چې دا یوه سپېڅلې چینه وه چې له لروغونو زمانو خلکو د معنوي تکیه ګاه په توګه خپل نذرونه ورته را وړل او د خپلو هیلو د پوره کېدو غوښتنه به یې کوله ، بیا نو چا جرآت نه درلود چې له دې سپېڅلې چینې دا سکې په غلا او یا ښکاره ډول یوسي، د زمانې په تېرېدو سره دا سکې را ټولېدلې، ډېرېدلې او د ۷۰۰کلونوپه اوږدوکې دا خزانه ترې جوړه شوه، د دې چینې لومړنۍ ۲۵۰۰کلنې سکې ډېرې ابتدایي سکې وې چې په ډېر ساده ډول له سپینو زرو جوړې شوې وې په ځینو یې د انسانانو، وسلو، ونو، الوتونکو، لمر او ستوریو انځورونه کښل شوي وو او دایې ښودله چې له یونیانانو د مخه آریایانو هم سکې درلودې دا سکې له ګندهارا نه د سند، سیند ترڅنډو پورې چلېدلې ، د میرزکې د کلیکسیون دویمه برخه سکې تر میلاد وړاندې ، دوه دیرش کال نه ، تر میلادي درېیمې پورې د بېلا بیلو واکمنو چې د هندوکش په سهیل کې یې حکومتونه کړي و، اړوندې وې، عجیب داچې په دې سکو کې د هغه یونانو باختري پاچاهانو چې د هندوکش په شمال کې یې واکمني درلوده ، سکې ونه لیدل شوې ، سره له دې چې د هندوکش د دې لوري (سهیل پلو) ټولو واکمنوسکې پکې موجودې دي ، خصوصاً د کابل د وروستني یوناني پاچا هرمایوس اومناندر، ګڼې سکې پکې خوندي وې ، همدا شان د کوشاني دورې د کد فیزس او کنشیکا د کورنۍ سکې هم پکې وموندل شوې او وروستنۍ سکې چې د میرزکې د سکو کلکسیون پرې بشپړ شو هغه بیا د لویو کوشانیانو د وروستي پاچا (واسود یوادی ) سکې وې ، داسې ښکاري چې د ساسانیانو له یرغلونو سره دا ځای وران شوی وي او د کافرکوټ غونډۍ نوم یې خپل کړی وي او تر هغې وروسته دا ځای له اهمیت نه لوېدلی وي او ترڅنګ یې دې چینې هم خپل مذهبي تقدس له لاسه ورکړی وي .
لنډه داچې ۷۲ کاله د مخه له میرزکې نه د اټکل له مخې پنځوس زره د سپینو زرو او مسو، سکې ترلاسه شوې چې له دې شمېرې یې څلوېښت زره هماغه وخت د خلکو لاس ته ولوېدې اوپه تورو بازارونو کې په ټيټه بیه وپلورل شوې او بیا د تاریخي اثارو د قاچاق وړونکیو لاس ته ولوېدې،
په ملکونوکې خورې ورې او تیت پرک شوې، د میرزکې خزانې هغه شمېر سکې چې د لرغونپوهنې هیئت ته په لاس ورغلې اوس هم د کابل په موزیم کې خوندي دي.
اوس نو لازمه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې مسلکي ډلې د کافرکوټ د سپېڅلې چینې په شاوخوا کې اساسي او علمي پلټنې وکړي تر لاسه شوي منقول آثار یې کابل موزیم ته را ولېږدوي او غیر منقول آثار او دانې یې همالته خوندي وساتي او دسیمې خلک وهڅوي چې د ګرځندویانو لپاره هوټلونه جوړ کړي او دې لارې د ملي بودیجې د تقویې په خاطر عواید را ټول شي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *