لیکنېمقالی اوتبصرې

فلسطین او اتیا کاله مبارزه

فلسطین د پیغمبرانو زېږنځای، داسې پیغمبران،چې د خپلو قومونو او روزنې لپاره یې کلونه کلونه زحمت وګاله او دوی یې د الله ج وحدانیت ته رابلل. فلسطین کې ډېر پیغمبران زږېدلي، لکه: اسماعیل، اسحق، زکریا، یحی،یعقوب، یوسف، داود، سلیمان او عیسی علیهم الصلوات و السلام. دغه شان په دغه مقدسه خاوره کې ګڼو صحابه کرامو استوګنه کړې ده. عباده بن صامت، ابوریحانه شمعون انصاري، اوس خرجي، ذوالاصابع تمیمی او نورو صحابه کرمو رضی الله عنهم. دغه راز یاده خاوره د ګڼو عالمانو د خاپوړو خاوره هم ده. د بېلګې په توګه امام شافعي صاحب، حافظ بن حجر عسقلاني صاحب او نورو په دې خاوره کې خاپوړي کړي دي.
فلسطین د قدامت له اړخه د نړۍ په ډېرو لرغونو هېوادونو کې په لومړي ردیف کې د درېدو حق لري. دا هېواد په منځني ختیځ کې پروت د اسیا تر ټولو زړه جغرافیه ده. همداشان د مذاهبو دا ټاټوبی د دینونو؛ یهودیت، عیسویت او اسلام زانګو بلل کېږي. د لرغونتیا په تړاو یې لرغونپوهان وایي چې له مصر پرته له ټولو اسلامي او خلیجي هېوادونو سره سیالي کولی شي.
فلسطین د خپل جیوپولوټيک موقیعت له اړخه هم د ځانګړې پاملرنې وړ دی. دا هېواد د اسیا او افریقا لویو وچو تر منځ د یوه پل حیثیت هم لري.
پر دې سربېره دا هېواد په داسې یو ارزښت لرونکي موقیعت کې پروت دی،چې د مدیترانې د سره سمندرګي سره د عربي ټاپو وزمې نښلون تر زیاتې اندازې اسانوي. حتی ویلی شو،چې دغه هېواد د اسیا، افریقا او اروپا ترمنځ مثلث جوړوي. فلسطین د سویس کانال څخه درې سوه کیلومتره واټن لري او د عقبې بندر په واسطه له سره سمندرګي پورې نښلي، نو ځکه تل د استعمارچیانو د پام وړ ګرځېدلی دی. فلسطین پرېمانه کانونه او د کښت وړ ځمکه لري،چې بدبختانه اغېزمنه استفاده ترې نه ده شوې.
قدس(بیت المقدس)
بیت القمدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او هغه ښار چې اسمانونو ته د پورته کېدو پر مهال د رسول اکرم صل الله علیه وسلم کوربتوب یې کړی دی. دا ځای د پیغمبر صل الله علیه وسلم د اسرا او معراج ته د تګ د ځمکني سفر وروستۍ تمځای و. یو شاعر یې په ستاینه کې وایي:
ای قدسه!! ای قدسه!!!
ای د اسمان ښاره
ای د سرسپارلیو ننګیالیو ټاټوبیه
ستا بېلتون کې مې زړه وریتېږي نور
له زړه مې وینې خوټېږي نور
ای خدایه!!! ای پالونکیه!!! زه به ژوندی یم؟ زه به ژوندی یم؟
چې قدس بیاځلې فتح کېږي!؟ که وم تر تورو خاورو لاندې
زېری یې ما ته، رارسېږي؟
ای خدایه بیا به پیدا شي یو څوک
چې دا پاشلی امت راټول کړي
د صلیبیانو ټغر ور ټول کړي
او زه رانجه کړم، د قدس خاوره
دا به وي شوني؟
چې قدس ازاد شي؟
د هر یوه مسلمان/ زړونه پرې ښاد شي
ای د اسمان ښاره
ای د سرسپارلیو ننګیالیو ټاټوبیه
اقصی دې زړه کې پرته
لږ ډېر پرې پام کوه
زموږ لومړۍ قبلې
زموږ د زړه ائینې( د شعر ازاده ژباړه)
الاقصی مسجد
د اقصی جومات د مسلمانانو لومړۍ قبله، د موحدانو دویم جومات او د مسلمانانو درېیم مقدس حرم دی. مسجدالاقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله ده. د رومي صلیبیانو په لاس د قدس د اشغال او سلطې پر مهال، رسول صل الله علیه وسلم د بعثت پر لسم کال د براق په واسطه د اسرا و معراج په شپه له مسجد الحرامه مسجد الاقصی ته ولاړ او له هغه ځایه معراج(سدرة المنتهی) ته یې تشریف یووړ او له پیغمبرانو سره يې لیده کاته وکړل، د لمونځونو امامت یې وکړ او د اسمانونو ننداره یې وکړه. د الاسرا سورت په لومړي ایت شریف کې راځي: هغه رب پاک او منزه دی چې خپل پیغمبر یې له مسجدالحرامه مسجدالاقصی ته رهي کړ ، تر څو د الله جل جلاله د قدرتونو ننداره وکړي.
د اقصی مسجد د موحدانو دویم جومات دی. په تاریخي کتابونو کې راځي،چې د مسجدالاقصی بنسټګر حضرت داوود علیه السلام او بشپړوونکی یې حضرت سلیمان علیه السلام دی. اما قوي او صحیح روایتونه دا دي چې اقصی د آدم علیه السلام په لاس د کعبې تر ابادونې ۴۰ کاله وروسته جوړه شوه او بیا حضرت ابراهیم علیه السلام هغه ځای وموند او پر همغه بنیادونو یې د کعبې تعمیر ورغاوه. په بخاري شریف کې د ابوذر رضی الله عنه له قوله راغلي،چې له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه مې وپوښتل چې د ځمکې پر سر تر ټولو لومړی کوم جومات آباد شوی؟ هغه مبارک راته وویل چې مسجدالحرام. بیا مې ترې وپوښتل چې دویم کوم یو دی؟ هغه (ص) وویل مسجدالاقصی. بیا مې ترې وپوښتل چې د دغو دوو جوماتونو ترمنځ به مهالي واټن څومره و؟ رسول (ص) وفرمایل، څلوېښت کاله. ابن حجر دې قضیې ته په نغوتې وایي او ابن حجر په خپل کتاب کې لیکي چې کله چې آدم علیه السلام کعبه ودانه کړه، نو بیا الله جل جلاله نوموړي ته امر وکړ چې اوس دې بیت المقدس ته ورشي او هغه دې اباده کړي او هلته دې پر عبادت بوخت شي؛ بناءً مسجدالاقصی له حضرت داوود او سلیمان علیهما السلام څخه ۱۰۰۰ کاله وړاندې اباد شوی. مسجدالاقصی د مسلمانانو درېیم مقدس حرم دی. په احادیثو کې راځي چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي چې په مسجدالحرام کې یو لمونځ له سل زره لمونځونو، مسجدالنبوي کې یو لمونځ د زرو لمونځونو او بیت المقدس کې یو لمونځ د پینځه سوه لمونځونو هومره اجر لري.

لومړۍ برخه / ژباړن: سلطان جان خاکسار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *