تاریخ او جغرافیهلیکنې

د شېخ الحدیث مولوي میرحبیب آغا ژوند او هڅو ته کتنه

شېخ الحدیث مولوي میرحبیب آغا د سیدمحبوب زوی د میر سراج الدین لمسی په خټه هاشمي سید، د افغانستان له لويو عالمانو او مشهورو شخصیتونو څخه و، چې په ۱۳۲۲لمریز کال د لوګر ولايت د مرکز اړوند د پادخواب شانې کلي په يوه عالمه او فاضله کورنۍ کې زېږېدلى دى.
نوموړي دیني علوم د لوگر په مختلفو دیني مدرسو کې دهغه وخت له تکړه او نومیالیو مدرسینو عالمانو هر یو مولوي صاحب فضل محمد پادخوابي، مولوي صاحب فقیرمحمد پادخوابي او استادکل شیخ الحدیث مولوي محمدین څرخي (دڅرخ مولوي صاحب) نه ولوستل، دلوړو زده کړو لپاره د وخت لوی شخصیت او مشهور محدث، د لوگر نومیالي عالم شیخ المشایخ میر صاحب عبدالستارجان ته ورغی له هغه څخه يې احادیث ولوستل، په ۱۳۴۵لمریز کال کې يې د فضیلت پگړۍ وتړله او د یوه نومیالي عالم په توگه راڅرگند شو. له فراغت نه وروسته يې د دیني علومو تدریس ته ملا وتړله، د منقولو او معقولو علومو تدریس يې پيل کړ، او د يو منلي او د فخر وړ استاذ په حیث وپيژندل شو، د لرې لرې سیمو زده کوونکي ورته راتلل او له ده څخه يې استفاده کوله، دودیز دیني علوم لکه حدیث، فقه، اصول د فقهې، منطق، رياضي، فلسفې، کلام، معاني، او تفسير علومو کې تدريس کاوه. اته کاله يې د څرخ ولسوالۍ په شش کلا کلي کې، پنځه کاله يې دپادخواب شانه په مرکز المدارس کې په زړه پورې تدریس وکړ او بې شمېره شاگردان يې ټولنې ته وړاندې کړل.
د مرحوم میر صاحب د علم له فيض نه ډېرو اشخاصو فيض موندلى او د علمي ممتاز شهرت له کبله استاذ کل په حيث منل شوى ؤ، ډېر لوى لوى علماء، فضلاء، مدرسين، قضاة او لوى شخصيتونه اوس هم شته چې د ده په استاذۍ فخر کوي او ویاړي. د شاگردانو يې له شمېره زیات دی.
په ١٣٥٧ لمريز کال چې کله د روسانو لخوا په کابل کې منحوسه او له ستونزو ډکه کودتاه وشوه له همدې کودتاه سره سم نوموړي د هېواد د نورو عالمانو او شخصیتونو په څېر هجرت وکړ او د پاکستان په پيښور کې يې استوگنه غوره کړه. د مهاجرینو لپاره يې د پيښور په افغان کالونۍ کې تعلیمي درس ځای (دامام ابوحنیفه رحمه الله مدرسه) جوړه کړه او د ښوونې او روزنې رييس وټاکل شو. نورو جهادي گوندونو ده په کتو سره د ده لاره تعقیب کړه او هغوۍ هم ښوونې او روزنې ته ځانگړنې پاملرنه وکړه.
په ۱۳۷۳ ل کال چې کله د طالبانو اسلامي تحريک منځته راغي ارواښاد شېخ صاحب خپل تنظيم پرېښود او د طالبانو له اسلامي تحريک سره ملګری او د هغوى کلک ملاتړى او همکار شو ، ډېره موده يې په دې سپېڅلي صف کې دنده هم اجراء کړه. نوموړي عام ولس دې ته هڅاوه چې د طالبانو ملاتړ وکړي او له هغوی سره ملګري شي.
په ۱۳۸۰ ل کال چې کله د امريکا په مشرتابه صليبي هېوادونو پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د افغانستان اسلامي امارت يې له منځه يووړ د افغانستان د نورو مسلمانانو په پرتله مولوي صاحب خورا زيات غمجن و او دغې عظيمې اسلام او افغان دښمنه غميزې خورا زيات دردمندکړ، د صليبي يرغلګرو له پلوه افغانستان مستعمره کول هر غيرتمن افغان څخه يې پر شېخ صاحب څو چنده زياته ناوړه اغېزه وکړه، ځکه چې شيخ صاحب غښتلی ديني عالم، پر ازادۍ او استقلال مين افغان مجاهد و. دی ډېر زيات خواشيني و په داسې حال کې چې سخت مريض، د ډېر عمر څښتن، د ناروغۍ او د عمر په لحاظ هم له جهاد في سبيل الله څخه په شرعي توګه له متقاعدينو څخه ګڼل کېده، سره له دې يې د يرغلګرو کفارو پر خلاف د جهاد اعلان وکړ او نورو افغانانو ته يې په ډاګه کړه چې د افغانستان په ګردو مسلمانانو د صليبي يرغلګرو په مقابله کې جهاد فرض عين دی. په دې لاره کې يې زيات تکلیفونه وگالل او دوه ځلې په دې معمر حالت کې بندي کړای شو او هم يې د ديموکراسۍ پر ضد د اهدنا الصراط المستقيم تر عنوان لاندې په ټول لوگر کې کمپاين وچلاوه او خلکو ته يې د ديموکراسۍ نقصانات او مفسدات ورپه گوته کړل.
ارواښاد په بېلابېلو وختونو کې مختلفې دندې سرته رسولي،چې په لاندې ډول دي:
۱ـ په جمعیت اسلامي گوند کې د کتابتون امیر
۲ـ دښوونې او روزنې ريیس
۳ـپه حرکت انقلاب اسلامي تنظیم کې د ښوونې او روزنې د ریاست مرستیال
۴ـ د فرهنگي ریاست سلاکار
۵ـ په عبوري لنډمهاله حکومت کې د حج اوقافو په وزارت کې ماموریت
۶ـ په کابل کې د مجاهدینو په حکومت کې د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو ريیس
۷ـ د معارف وزارت د سلاکار په توگه
۸ـ په اسلامي امارت کې د سترې محکمې د سلاکار په توگه
وفات: ارواښاد شیخ صاحب د ۱۴۴۵هـ ق کال درمضان المبارک میاشتې په ۲۹ د دوشنبې په ورځ سهار د لمانځه په مهال يې خپل روح حقیقي بادار ته وسپارله. تېره (دوشنبه) د۱۴۰۳لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۷مه په کابل ښار کې د نوموړي فاتحه واخیستل شوه، چې په فاتحه کې يې د هېواد جیدو علماء کرامو، عبقري شخصیتونو او مشایخو شرکت کړی و. د حج اوقافو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث دکتور مولانا نورمحمد ثاقب، د کانونو او پترولیم وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کورنیو چارو د وزارت تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د نیمروز والي شیخ محمدقاسم خالد، د پنجشیر والي حافظ محمدآغا حکیم او نورو گڼو مشرانو او علماؤ يې فاتحه کې گډون درلود. راغلیو مشرانو د مرحوم میر صاحب د جهادي، علمي او سیاسي خدمتونو یادآوري وکړه او دمرحوم کورنۍ ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

مفتي محمدگل سعید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *