مقالی اوتبصرې

د ساينس پرمختګ کې د مسلمانانو رول

اوس وخت د نوبل جايزې ګټونکو ساينسپوهانو په کتار کې د مسلمانانو نوم په نشت حساب دی چې له امله يې مسلمانان او په ځانګړي ډول نوی قشر د سخت احساس کمترۍ سره مخ دی، په اصل کې مسلمانان له دې ناخبره دي چې نړۍ له ساينس او ساينسي فکر سره مسلمانانو اشنا کړه.
رابرټ بريفالټ (Rpbert Briffault) په خپل مشهور کتاب «د انسانيت جوړښت (Making of Humanity) کې ليکي:
((زموږ ساينس د عربانو د احسان پوروړی په دې نه دی چې دوی حيرانوونکي اختراعات يا انقلابي نظريې وړاندې کړې بلکې له دې ډېر د عربانو د احسانونو پوروړی دی يعنې د دې (ساينس) وجود هم د دوی پر مټ راغی. ))کوم څه ته چې موږ ساينس وايو هغه په اروپا کې د څېړنو نوي روح رابرسېره کولو لپاره نوی فکري انداز، تجربه، مشاهده او اندازه لګولو نوې تګلاره او رياضي د تکميل درجې ته رسولو او هغه اصولو اختيارولو نه راپيدا شو،چې يونانيان ترې بېخي بې خبره وو، له دې روح او ددې تګلارو سره اروپا عربانو اشنا کړه.
جارج سارټن خپل ارزښتمن کتاب (Introduction to the History of Science) کې ليکي: له مسلمانانو نه مخکې د يونان ساينس هسې ګډوله وه چې ښه او خوشې دواړه په کې وو، دا مسلمانان وو چې له کثافاتو نه يې ساينس پاک کړ، مسلمانانو په رياضي، فلکيات، کيميا، فزيک، صنعت او حرفه، جغرافيه او طب برخه کې د پام وړ اختراعات وکړل… تر درې نيم سوه کلونو پورې مسلمانانو په ساينس کې د نړۍ رهبري کړې ده، چې په دې رهبرۍ کې يې بل ساری نه درلود، د ساينسي علومو زده کړې لپاره اړينه وه چې د دوی ژبې زده شي، عيسويانو او يهوديانو به عربي لوستله، اروپا د مسلمانانو علوم په دوولسمه او ديارلسمه پېړۍ کې خپلو ژبو ته انتقال کړل چې د دې پر مټ دوی د دې جوګه شول چې د ساينسپوهانو په کتار کې ودرېږي.
«جورج سارټن» په خپل دې کتاب کې د څوارلسمې عيسوي پېړۍ تر پايه د ټولې نړۍ علومو او فنونو يادونه کړې ده، په دې کتاب کې يې د اسلام او د نورو اديانو مهمو شخصيتونو يادونه هم کړې ده، سارټن هره پېړۍ په دوه برخو ويشلې او هره نيمه پېړۍ يې د هغه وخت مهم شخصيت په نامه نومولې ، چې په دې ترڅ کې اووه نيمايي پېړۍ مسلمانو پوهانو ته منسوب دي چې بل څوک يې ورسره نه دي ملګري کړي، وروستۍ شپږ نيمايي پېړۍ يې درې، درې پوهانو ته منسوب کړي چې په کې يو مسلمان، يو عيسوي او يو يهودي دی، لومړنيو اووه نيمايي پېړيو کې د نړۍ په کچه د ساينس او پرمختللو علومو يواځينۍ ژبه عربي وه، له دې دا هم په ډاګه شوه چې د يوولسمې پېړۍ تر پايه پورې د سارټن د وينا په اساس هيڅ غير مسلم د دې ځانګړتيا جوګه نه و يعنې د ټولې نړۍ په کچه د علم په ډګر کې هېڅوک د مسلمان پر وړاندې نه شو درېدلی.
البته جورج سارټن يو لوري ته وايي چې عيسويانو او يهوديانو په دوولسمې، ديارلسمې او څوارلسمې پېړيو کې د مسلمانانو علوم خپلو ژبو ته وژباړل او د دې جوګه شول چې د ساينسپوهانو په کتار کې ودرېږي، بل لوري ته يې په دوولسمې، ديارلسمې او څوارلسمې پېړيو کې عيسوي او يهودي پوهان د مسلمانانو سره اوږه په اوږه درولي او حقيقت دا دی چې تر څوارلسمې پېړۍ هيڅ غيرمسلم عالم د مسلمانانو سره برابر نه و.
نږدې اووه سوه کلونه اسلامي نړۍ د علم او فن، ساينس او ټيکنالوژۍ مرکز پاتې شوی، هېڅ اختراع او نوښت داسې نه و،چې په سر کې يې له مسلمانانو پرته نور څوک وي او د دې نړۍ هر عالم او ساينسپوه به د ادب په خاطر د دوی پر وړاندې لاس په نامه درېدل.
د ساينس پيل له يونانه وشو البته د دوی ساينس تيوري شکل(نظري) و او له مسلمانانو نه څو پېړۍ وړاندې يې ساه ورکړې وه، مسلمانانو د ساينس بنسټ په څېړنو، مشاهداتو او تجربو باندې کېښود، د «بريفالټ» په څېر غربي مفکر او او تاريخپوه هم منلې ده،چې تجربوي تګلاره د راجربيکن نوښت نهٔ بلکې له نوموړي څو پېړۍ د مخه عربانو د تجربوي تګلارې ايجاد کړې دي.
مشهور مؤلف او تاريخپوه(Max Myerof) ليکي: د يونان د ډوبېدونکي لمر(علم) رڼا د اسلامي ساينس سپوږمۍ وځلوله او د اروپا د منځنۍ پېړيو د تورتم ډکه شپه يې روښانه کړه، د اروپا د دويم ځل بيدارۍ لمر راختلو سره دا سپوږمۍ پيکه شوه.
د بريفالټ د وينا په اساس«عربانو په پراخه کچه ساينسي تجربې وکړې، دوی د مشاهداتو او تجربو لپاره په ډېر دقّت سره آلات جوړ کړل،چې د يونانيانو له آلاتو خورا ډېر غوره، سم او اغېزناک وو.
د لوېديځ نوي ساينسپوهان په دې نظر دي چې د نړۍ په ملتونو کې مسلمانان لومړنی ملت دی چې د کائناتو مطالعې او مشاهدې ته يې خورا ډېر اهميت ورکړی او د خپلو ټولو ساينسي نظرياتو بنسټ يې پر همدې دوه عواملو راڅرخولی، د نړۍ په نورو ملتونو چې مسلمانان کوم امتياز لري د هغې اساسي لامل «قران کريم» دی چې د کائناتو خالق په کې دوی ته په کائناتو او د هغې په نظارو کې د غور او فکر بلنه وار په وار ورکړې ده، د قران کريم له اووه سوه زياتو اياتونو کې په کائناتو کې د څېړنو موضوع باندې زور ورکړی دی.
بل لورې ته اروپا کې چې تر کومه د کليسا واکمني وه هلته د بربريت او ناپوهۍ دوره وه، هغوی په دې نظر وو،چې کوم څه په انجيل کې نه شته يا له انجيل نه د باندې دي هغه باطل او ناسم دي له دې امله بايد وسوځول شي، کليسا په علمي او ساينسي نظرياتو باندې بنديز لګولی و، نو اروپايانو له دين نه تر اوښتلو وروسته د علم زده کړې او ساينسي فکر غوره کولو کې ازادي وموندله، له دې امله اوس دوی انګېري چې مسلمانان هم له اسلام نه په اوښتلو سره په علم او حکمت کې وياړونه ګټلی شي،خو حقيقت دادی چې مسلمانانو د ساينس او علم په ډګر کې کومې سترې لاسته راوړنې کړي،د اسلام نه په اوښتلو نه بلکې د الله او د هغه د رسول په احکامو عمل کولو سره کړي او اوس بدبختانه د اسلامي اصولو نه په اوښتلو سره د ژند په هر ډګر کې د ذلت او سپکاوي سره مخ يو. نور بيا…

پروفيسور ارشد جاوېد – ژباړه: انوارالحق عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *