سرمقالې

راستنېدونکو کډوالو ته هرکلی وایو

دا چې اوس د څښتن تعالی په پیرزوینه افغانان د خپلواکۍ، ملي او مرکزي حاکمیت خاوندان دي، د پردیسیو کورنیو راستنول او پالنه له مهمو دندو ګڼل کیږي؛ ځکه بهرنیو هېوادو کې میلیونونو افغانانو پرېشاني او لالهاندي خامخا هم د موجوده نظام لپاره یوه لویه ستونزه ده، هم د نورو لپاره پر موږ د فشار یوه ذریعه او هم په نړۍ کې زموږ لپاره یو ستر پېغور. په تېره لوېدیځو هېوادو او پاکستان کې خو د افغانانو شتون بې له شکه زموږ لپاره پر یوه مهمه لانجه بدل شوی دی. دمثال په ډول د تېر ژمي په سر کې مو ولیدل چې د پاکستان د حکومت جبروفشار په وجه خورا سختو شپو ورځو کې لکونه کډوال په زښت بدحالت کې هېواد ته راستانه شول. خو څرنګه چې له نېکه مرغه حکومت او عام ولس دواړو سره مله وه نو په تش لاس او کمو وسایلو یې د راستنېدونکو مناسب هرکلی او تر خپله وسه ښه پالنه وکړه. په دې لړ کې اوس چې د پاکستاني واکمنو د څرګندونو له مخې یوځل بیا له افغان کډوالو غوښتل شوي څو د خپل هېواد لور ته چمتووالی ونیسي، یقینا غوره فرصت دی- تر ټولو غوره اومناسب فرصت همدا د پسرلي موسم دی چې که راستنېدونکي کډوال استفاده ترې وکړي، بې له شکه چې تر راتلونکي ژمي پورې به یې د خپل کور او معیشتیت څه ناڅه چمتووالی نیولی وي. بل لورته اوسمهال ښایي افغان حکومت هم په تابیا کې وي او د پخوا په نسبت دا ځل د هغوی لا ښه پالنه وکړی شي. باید وویل شي چې له بهرنیو هېوادو خپل وطن ته د پردیسو کډاولو راستنېدنه هم خپله د دوی لپاره ګټوره ده او هم د ټول هېواد او ملت ګټې پکې لیدل کیږي؛ ځکه دوی به د پردیو له منته خلاص شي، خپل سر، مال او ناموس به یې خوندي وي او په ډاډمنه توګه به خپل کار او روزګار ترلاسه کوي او بل لورته به د پردیو معرضینو استخباراتي لاسونه لنډ او جاسوسي فعالیتونه محدود شي چې خامخا د هېواد امنیتي وضعیت ورسره ښه کیږي. دغه راز په راستنېدونکو کډوالو کې یو ښایسته شمېر مسلکي اشخاص او د بېلابېلو فنونو تجربه کار او ماهر وګړي هم شته چې که بهرمېشتي پانګوال او شتمن کسان ورسره ملګري شي نو ښکاره ده چې د هېواد پرمختګ او ځان بسیاینه کې ښه اغېز لرلی شي.
لنډه دا چې وطن ته د افغان مهاجرو راستنېدنه کې د ټول ملت خیر دی او له همدې وجې ټول افغان ولس په ډېره تلوسه هغوی ته هرکلی وایي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *