مقالی اوتبصرې

په مور او پلار د اولاد حقوق او آداب

لکه څرنګه چې مور او پلار پخپل اولاد حقوق لري همدا ډول اولاد هم په مور او پلار حقوق او آداب لري چې باید رعایت شي:
۱- د نوي کوچني ماشوم تخنیک: دې ته ویل کېږي،چې په تالو کې ژوول شوې خورما او یا بل خواږه شی ومښل شي په دې سره یې د خولې عضلات قوي او د شېدو رودلو لپاره آمده کېږي، ابوموسی اشعري رضی الله عنه فرمایي: زما زوی پیدا شو هغه مې د نبي علیه السلام حضور ته وروړ هغه پرې ابراهیم نوم کېښود او په تالو کې یې ورته ژول شوې خورما ومښله د خیر او برکت دعاء یې ورته وکړه. (بخاری ۶ ج ۲۱۶ص)
۲- د نوي کوچني د سر د ویښتانو کلول: دا یو مستحب عمل دی چې پدې سره د کوچني سامعه، باصره او شامه قوي کېږي، دا ویښتان به د سپینو زرو سره تلې او بیا به دې ویښتو د وزن په اندازه سپین زر خیرات کوي د علی رضی الله عنه څخه روایت دئ چې د حسن او حسین رضی الله عنهم ویښتان فاطمې رضی الله عنها وتلل وزن یې یو درهم یا لږ څه زیات وه. (ترمذي۱ج۱۳۸ص)
نوټ: د نجلۍ د ویښتانو هم همدا مسئله ده بې بې فاطمې د زینب او ام کلثوم ویښتان وتلل او د هغوی د وزن په اندازه یې سپین زر صدقه کړل(موطأ امام مالک۴۹۴ص)
۳- په اولاد ښه نوم اېښودل: نبي علیه السلام فرمایي: د پیغمبرانو په نومونو ځانونه ونوموئ غوره نوم الله ته عبدالرحمن او عبد الله دی (ابوداود۲ج۳۲۸ص)
که چېرته مو سم نوم نه و ایښی بدل یې کړئ، د عمر رضی الله عنه د لور نوم عاصیه( ګنهګاره) وه نبي علیه السلام په جمیله بدل کړ (مسلم۲ج۲۰۸ص)
نوټ د ناوړه نوم اغېزه: امام بخاري د سعید بن مسیب څخه د هغه د پلار او د هغه د نېکه یو روایت کړی چې د سعید بن مسیب د نېکه نوم حزن(سخت) وه نبي علیه السلام ورته سهل (نرم) نوم انتخاب کړ،خو هغه بدل نه کړ ابن مسیب وایي د تل لپاره دا سختي او غلظت په موږ کې پاتې شو (تربیة الاولاد۱ج۷۸ص)
د نوم ایښودلو وخت: په اوله او اومه ورځ د نوم اښودلو روایات راغلي(ابوداو، نسائي)
۴-د اولاد څخه عقیقه: عقیقه د شکرانې د نعمت پخاطر اداء کېږي، نبي علیه السلام فرمایي: د هلک لخوا دوه پسونه او د نجلۍ لخوا یو پسه حلال کړئ د عقیقې څاروی که نر وي او که ښځه پروا نلري( نسايي۲ج۱۸۸ص)
د عقیقې وخت: د کوچني د زیږېدو اوومه ورځ ده.(تربیة الاولاد فی الاسلام۱ج۹۳ص)
د عقیقې احکام:
۱: د پسه پر ځای اوښ، غوا او میښ هم عقیقه کولای شئ لکه ابوهریرة رضي الله عنه د خپل زوی څخه اوښ عقیقه کړ(ابوداؤد۱ج ۹۶ص)
۲:د عقیقې غوښه د قربانۍ په شکل ده، خو هډوکي به یې بند په بند جلا کوي ماتوي به یې نه (ابوداؤد۱ج ۹۶ص)
۵-د کوچني سنتول: څلور خصلتونه د انبیاوو علیهم السلام دي سنتېدل، عطر وهل، مسواک وهل او نکاح کول (مسند امام احمد ۵ ج۴۲۱ص)
که چېرې په کوچنوالي سنت نشو او یا هم وروسته یې اسلام راوړ په غټ والي دې سنت شي ( تربیة اولاد ۱ج ۱۰۳ ص)
۶-د کوچني لګښت په غاړه اخيستل: د کوچني نفقه په پلار لازمه ده او له ټولو صدقو زیات اجر لري، د حدیث شریف مفهوم دی تر ټولو د غټ اجر صدقه هغه ده چې په خپل اهل عیال وشي( مسلم مسند امام احمد ۲ج ۴۷۷ص)
۷- بدني روزنه یې کول: خپل اولاد به غښتلی او قوي آموخته کوئ عمر رضی الله عنه وایي: خپلو اولادونو ته غشی ویشتل، لامبو وهل ور زده کړئ او امر ورته وکړئ چې د آسونو په شاګانو په چالاکۍ ور ټوپ کړي او سپاره شي (.تربیة اولاد۲ج ۹۳۷ص)
۸- اسلامي ښوونه او روزنه ورته وکړئ: د ټولو تر مخه اسلامي تلقین ورته وکړئ، نبي علیه السلام فرمایي: د چا چې اولاد پیداشو په ښي غوږ کې یې آذان او په چپه غوږ کې یې اقامت وکړئ نو ام الصبیان به ورته ضرر ونه رسوي( بیهقي، تربیة الاولاد۱ج ۷۰ص)
ام الصبیان هغه باد دی چې کوچنیانو ته ضرر رسوي یا هغه جن او پیری دئ چې د کوچنیانو سره سرو کار لري ( مخکې حواله)
۹- مینه او محبت ورسره کول: اسلام د اخلاقو، تربیې او آدابو دین دئ.
الف:د بي بي فاطمې سره مینه: نبي علیه السلام به بي بي فاطمې ته پورته کېده په تندي به یې ښکلوله او په خپل ځای به یې کینوله(سیرت النبي۲ج۹۱۷ص)
ب: د ابرهیم رضي الله عنه سره مینه: نبي علیه السلام به خپل زوی ته د مدینې منورې څخه څلور میله لرې عواله نومې سیمې ته ورتله هغه یې د انا (نیا) سره وه او هلته به یې ښکلاوه.
ج: د لمسیانو سره مینه: نبي علیه السلام به خپلو لمسیانو ته د زیاتې مینې څخه ګلدسته او د ګلانو ګېډئ ویله( سیرت النبی۲ ج ۹۱۸ص)

سید معصوم الله عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *