افغانستان

اطلاعاتو ته دنه لاسرسي له کبله کورنۍ رسنۍ ګیله منې دي

شریعت: په هغه غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ابتکار د ( رسنیو ملاتړ اوهمغږي) تر عنوان لاندې د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، یو شمېر کورنیو ازادو رسنیو ګډون وکړ .

شریعت: په هغه غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ابتکار د ( رسنیو ملاتړ اوهمغږي) تر عنوان لاندې د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، یو شمېر کورنیو ازادو رسنیو ګډون وکړ .

پرون چهارشنبه د قوس دمیاشتې په ۹ نېټه د رسنیو په مرکز کې د کورنیو رسنیو او حکومت ترمنځ هغه غونډه ترسره شوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غوښتنه رابلل شوې وه، په غونډه کې دحکومت مسؤلینو او رسنیو په خپل خپل وار د رسنیو په اړه خبرې وکړې ، د افغانستان اسلامي امارت داطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مقدماتي وینا کې وویل : داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاسو وزارت دی او مونږ ټول په یوه کور کې ژوند کوو، تل به په ګډه د خپل کور د ښېرازۍ او ابادۍ کې کار کوو، مونږ مو هر راز همکارۍ او مرستې ته تیار یو، هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د رسینو پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره د دغه وزارت هڅې روانې دي .

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ښاغلي مهاجر فراهي لنډې خبرې وکړې نوموړي وویل : موږ په هېڅ صورت له رسنیو سره تصادم نه غواړو او هڅې کوو چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له آدرسه حل کړو.

هغه رسنۍ د دولت او ولس ترمنځ ارتباطي پل وباله او  د رسنیو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د نظام لاسته راوړنې ولس ته او د ولس ستونزې د نظام مسئولینو ته ورسوي؛ په خپلو خپرونو کې دې اسلامي ارزښتونه، افغاني دودونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي او خپل فکر او  قلم دې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وکاروي.

ورپسې د رسنیو استازیو هره یوه په خپل وار خبرې وکړې، دغونډې دایرېدل یې ګټور وبلل او په راتلونکي کې یې  ددغه ډول غونډو په ترسره کېدو ټینګار وکړ .

نوموړو  د حکومت د مثبتو کړنو ترڅنګ هغه نکات او موارد هم په ګوته کړل چې د دوی په کارونو کې خنډ واقع کیږي، هغوی وویل : لیدل کیږي چې کورنیو رسنیو ته په عملي ډول ارزښت نه ورکول کیږي او لکه څنګه چې ښايي په هغه ډول یې حمایت هم نه ترسره کیږي .

هغوی زیاته کړه مونږ ته تر ټوله لویه ستونزه د اطلاعاتو په ترلاسه کولو کې دحکومت نه همکاري ده چې نه شو کولای له امارتي ادارو څخه معلومات ترلاسه کړو .

دغونډې په پای کې داسلامي امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد وینا وکړه او د ځینو پوښتنو د ځواب ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې په دې ټولو برخو کې له مسؤلینو سره غږيږي او د دوی غږ به ترمسؤلینو رسوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button