اقتصادي کمېسیون:شهزاده سرای ته نږدې یو لوی سوداګریز مرکز جوړیږي
شریعت: د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ډبرو سکرو پر استخراج او د قراردادونو پر چمتو شوې طرحې خبرې شوې دي. په دغه غونډه چې پرون جوړه شوه، پرېکړه شوې چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې پر یاده طرحه چې له مخکې یې چمتو کړې، د بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي ګډ پلاوي د راپور په رڼا کې له سره کتنه وکړي او له هغې وروسته دې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.

په یاده غونډه کې د شهزاده سرای سره نږدې د ځمکې د ملکیت او پر هغه د سوداګریز مرکز جوړولو پر موضوع هم خبرې وشوې او پرېکړه شوې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشری، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅېړي او د خپلو څېړنو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور هم اورېدل شوی او اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې په راپور کې د شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په موخه دې عملي پلان چمتو او د خپلو اجراآتو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.
په غونډه کې لارښوونه شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، چې د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري.
د غونډې په پای کې د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه خبرې شوې دي او په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې شوې دي.