افغانستان

افغانستان بانک: د تېرو کلونو په پرتله د افغانۍ ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مسولین وايي، چې د تېرو کلونو پرتله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی دی. د اقتصادي چارو شنونکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل ستايي او ټینګار کوي، چې حکومت باید هېواد کې د بهرنیو اسعارو د کارونې مخه ونیسي او په دې برخه کې لا جدي اقدامات وکړي.د اقتصادي چارو د شنونکو په وینا؛ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د سیمې د نورو هېوادنو پولي ارزښت کم شوی، خو افغانۍ بیا ورځ تر بلې لوړه شوې او خپل ارزښت یې ساتلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button