افغانستانمرکې

سردار محمد داود خان روغتون په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ عملیاتونه تر سره کوي

د سردار محمد داود خان ۴ سوه بستریز روغتون مسؤلینو ویلي، چې د هېواد په کچه کمپلیکسي روغتون دی، چې هره ورځ ۱۲ سوه څخه تر ۱۴سوه ناروغان د او پې ډي برخې ته د درملنې لپاره مراجعه کوي او په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰ څخه زیات لوی او واړه عملیاتونه تر سره کېږي.د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندان تورن جنرال دوکتور محمد طاهر «احرار» د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې ویلي: «د شهید سردار داود خان ۴سوه روغتون یو لوی کمپلیکس روغتون دی، چې ۴۲ فعالي څانګې لري، چې عبارت دي له: عاجل، اور توپیدي، سوخته ګي، زړه ناروغان، داخله، د پزې او غوږ، عمومي جراحي، غاښونو ، نسایي ولادي ، مصنوعي غړو څانګې او داسې نورې برخې په کې فعالي دي او د تجربه ۷مخ
لرونکو او متخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه درملنه کېږي».
یاد روغتون ته د هېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیمو ګڼ شمېر نظامي ناروغان او د هغوی کورنۍ د اسلامي امارت لوړپوړي مشران د درملنې په موخه راځي، چې درملنه یې په ښه شان او په وړیا ډول تر سره کېږي.
نوموړي قومندان زیاته کړه، چې د شهید سردار داود خان روغتوم کې لوی عملیاتونه تر سره کېږي او د سیمې په سطحه عصري ماشینونه او طبي وسایل لري.
همداشان نوموړی وایي، د شهید سردار محمد داود خان ۴ سوه بستریز روغتون دا مهال ۴۰۰ بستره ضرفیت لري،چې د هرې برخې ناروغانو جلا جلا ودانۍ لري او ځینو نور برخو ته به په نږدې راتلونکي کې و دانۍجوړې شي.
ښاغلي احرار زیاته کړه، چې یاد روغتون کې د اسلامي امارت په راتک سره زیاتي څانګې نوې فعالې شوي دي ډېری غیر فعالې څانګو یې بېرته په فعالیت پیل کړی.
همدا شان د روغتیایي چارو قومندان ښاغلي تورن جنرال دوکتور محمد طاهر «احرار» وایي، چې د ملي دفاع وزرات اړوند د روغتیایي چارو قومنداني د هېواد په بېلابېلو برخو مزار، کندهار، ګردېز، ګمبېري کې سل – سل بستره او په کندوز او هلمند کې پنځوس – پنځوس بستریز روغتونونه هم لري؛ د دې ترڅنګ ۸ روغتیایي مرکزونه په سرحدي برخو کې فعال شوي، چې د روغتیایي چارو قومنداني د ۱۰ زره څخه زیات روغتیايي پرسونل لري.
د روغتیایي چارو قومندان زیاته کړه، چې د روغتیا برخې د ټولو اساسي ستونزه د بهرنیو هېوادنو څخه بې ارزښته درملو راوړل یاد کړل، چې زموږ هېواد ته په پراخه توګه را واردېږي. اسلامي امارت مشران باید نوموړې ستونزې ته اړینه پاملرنه وکړي او په داخلي درملیزو توکو ته پراختیا ورکړل شي.
همدارنګه، د شهید سردار محمد داود خان ۴ سوه بستریز روغتون د هېواد یو له پخوانیو روغتونو دی، چې ۵۲ کاله وړاندې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال یې د بنسټ ډبره کېښودل شوې ده.
په پای کې د روغتیایي چارو قومندان ښاغلي تورن جنرال دوکتور محمد طاهر «احرار» خوښي څرګنده کړه، چې خپل ملت ته د روغتیا په برخه کې خدمت وړاندې کوي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *