افغانستان

افغان کروندګرو ته د بدیلو کښتونو پر موندنه بحث وشو

په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له چارسمبالي جیان مارین شو سره کتلي دي. ښاغلي شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کتنه کې یې له جیان مارین شو سره افغان کروندګرو ته د بدیلو پروژو پر برابرولو سربیره له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اسلامي امارت د تعامل په اړه هم خبرې کړي. دا کتنه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي وو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ورځ تر بلې د غوړیدو  په حال کې دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، چې د اسلامي امارت په اغېزمن سیاست سره د سیمې او نړۍ هیوادونو له افغانستان سره د اړیکو ارزښت درک کړی او د افغانستان په پالیسیو کې کومه ستونزه نشته.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي پر راتګ سربیره افغانستان ته د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیې اونورو ډيپلوماټانو سفرونه د اسلامي امارت د فعالې ډیپلوماسۍ ښودنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button