افغانستان

یوه میاشت کې له ګمرکونو زرګونو سوداګریزو جوپو تګ راتګ کړی

د مالیې وزارت ویلي چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې د ګمرکونو له لارې زرګونو سوداګریزو جوپو تګ راتګ کړی دی.

مالیې وزارت وړاندې وایي چې ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي رامنځته شوي، د ګمرکونو  فعالیتونه ۲۴ ساعته شوي، فساد له منځه تللی، برېښنایي سکنرونه او لوړ وزن مالومونکې تلې فعالې شوي او توکي پر وخت له اداري چارو خلاصیږي.

په همدې بنسټ، د روان مالي کال په (وري) میاشت کي د هېواد له ګمرکونو څخه، د نږدې (۵۰) میلیارډه افغانیو په ارزښت، زرګونه وارداتي، صادراتي او ټرانزیټي جوپو تګ راتګ کړی دی. ددغو سوداګریزو جوپو ټولټال وزن ۱.۷ میلیونو ټنو ته رسیږي.

د یادوني وړ ده، چي په تېر (۱۴۰۲) مالي کال کي  ګمرکونو چارو د (۱۴۰۱) کال په پرتله (۸.۲) سلنه پرمحتګ کړی او په روان مالي کال کي به د چمتو شوي پلان له مخې د ګمرکونو چارې لا رڼې او ښې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button