افغانستان

اقتصادي مرستیال: ټولې دولتي ادارې دې له کورنیو محصولاتو ګټه واخلي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کرنیزو محصولاتو په ۲۹ نندارتون کې له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له دولتي ادارو غوښتي، چې د کورنیو محصولاتو د ملاتړ په موخه له کورنیو محصولاتو څخه ګټه واخلي. نوموړي وویل، چې کورني محصولات د بهرنیو محصولاتو په پرتله هم له طبیعي ویټامینونو او هم له روغتیایي او صافو برخمن دي. په دغه نندارتونو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، چې سرپرست حکومت د افغانستان د کرنې په میکانیزه کولو، د ټکنالوژي اسانتیاوو په برابرولو، د سړو خونو جوړولو، د کورنیو تولیداتو دودولو، بزګرانو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. نوموړي وویل، هڅې روانې دي، چې د هېواد کرنه او اوبه په ښه ډول مدیریت شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button