اعلامیېافغانستان

اسلامي امارت پر المعمداني روغتون برید په سختو ټکو وغانده

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر کې د صهیونستو لخوا په غزه کې پر شوي المعمداني روغتون برید غندلی دی.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پر المعمداني روغتون برید په ترټولو سختو ټکو محکوموي. بلخي دا کړنې له انسانیته لیري او وحشانه بولي.په خبر کې ویل شوي چې که دا او دې ته د ورته پېښو مخه ونه نیول شي نو ښايي په سیمه کې حالت لاپسې ترینګلی او کړکېچن شي. د ویاند له قوله چې که د داسې پېښو مخنیوی ونه شو، ښايي په سیمه او نړۍ کې داسې پېښې رامنځته شي چې مهارول به یې د هر چا له وسې وتي وي.دی زیاتوي: (( د اسراییلو له وحشته د ځینو هیوادونو ښکاره ملاتړ او د ځینو سکوت، دوی ته لا د ظلمونو او وحشت زمینه برابره کړې.))د بلخي له قوله چې اسلامي امارت د هغو هیوادونو او بنسټونو ملاتړ کوي چې په بېړني ډول د دې او ورته پېښو مخنیوی غواړي او د هغو محکمې ته د کشولو پلوي دي چې د مظلومو په وینو یې لاسونه سره دي.یاده کوو چې بېګاه د یهودو هوایي ځواکونو په غزه کې د المعداني پر روغتون هوایي برید وکړ چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې پکې شهیدان کړل. لا هم دا ارقام وروستي نه دي، خو ویل کیږي چې ځیني کسان له خاورو او خښتو لاندې دي. المعداني د فلسطین لرغونی او دویم لوی روغتون یادېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *