سرمقالې

یو موټی ملت هر ډول ستونزې هوارولی شي!

هماغسې لکه عوامو کې چې وايي: «د خلکو زور د خدای زور دی» رښتیا هم د ډېرو یو یو خلی د یوه بار جوړېږي،نو که چېرې د یو قوم وګړي رښتیا وکړي خپل ولس کې به د ډېرو بې وزلو اړتیاوې پوره کړای شي او که بیا څو قومونه او د یو هېواد ګرد ملت خپلمنځي وحدت او همغږي سره ولري بې له شکه د دوه- درې ولسوالیو د خلکو هر ډول ناورین کې ډېر څه کولی شي- د مثال په توګه همدا اوس په هرات کې چې د زلزلې له امله څو کلي بشپړ وران شوي او زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې، خورا د روند طبیعي آفت دی- ښکاره ده چې هلته که هر څومره خلک مړه دي، خو مړه دي او هېڅوک یې څه چاره نه شي کولی- مګر دا هم یقیني ده چې هلته به د کور ځینې غړي ژوندي پاتې وي، ځینې له لږ او څوک به زیات خوږ او ټپیان وي، کورونه به یې وران، څاروي به یې مړه، وسایل به یې تخریب او زړونه به یې خورا سخت غمجن وي- ځکه خو دا ډول وګړي د نورو مرستو ته په هره برخه کې زښته ډېر محتاج وي- بناءً له دغه شان اړمنو او ځپل شویو خلکو سره مرسته او لاس امداد تر هرچا مخکې پر خپلو نږدې خپلوانو، ګاونډیانو او وطنوالو باندې لازم دي او که واقعیت وویل شي د هېواد شتمن وګړي له خپل وس سره سم یو څه مرسته وکړي او د مرستو په وېش کې هم نظم او شفافیت مراعات شي، هېڅ شک نشته چې د دغسې مصیبت ځپلیو ټولې اړتیاوې په لنډه موده کې پوره کېدلی شي- البته د دې موخې ترسره کولو لپاره اړینه ده چې پرعامه پوهاوي کار وشي- په دې معنی چې د ټولنې سرکښ او مخور اشخاص، دیني علماء، امامان، خطیبان، استادان، د رسنیو فعالان او په تېره سرکاري چارواکي په تکراري ډول خلک و هڅوي او ښه اغېزمن تبلیغات وکړي- مطلب دا چې خپل ولسونه پردې وپوهوي،چې که موږ ټول په رښتیني ډول له اخلاص او ایماندارۍ کار واخلو، نو په دې کې هیڅ شک نشته چې تر دغې کچې طبیعي آفتونو پرمهال ډېر په اسانۍ کولی شو د خپلو غم ځپلیو هېوادوالو بشپړ لاسنیوی وکړو- په دې صورت کې بیا موږ هېڅکله د هر ګبروتر ساغرضي مرستو ته نه شو مجبورېدلی- بیا به موږ د نړۍ په لروبر کې پتمن، عزتمن او سر لوړي خلک یادېږو او که همداسې وحدت او همغږي ولرو او د پرمختګ او ځان بسیاینې جذبې مو راویښې شي، باور دی چې د پردیو احتیاج څه چې موږ به نورو نړیوالو سره د مرستو کولو وړتیا هم ولرو.
لنډه دا چې موږ ټول باید له ذهني پلوه همېشه دې ته چمتو اوسو چې د زلزلو، سیلابونو، توپانونو او وچکالیو په شان طبیعي پېښې هر وخت او هر چېرته پېښېدلی شي او دا هم معلومه ده چې مخنیوی یې د هیچا د وس خبره نه ده، خو څه چې زموږ دنده او ذمه واري ګڼل کېږي، داده چې زموږ په ملت کې د اسلامي ورورګلوۍ، انساني خواخوږۍ او وطنوالۍ احساس او لورینه موجوده وي- ځکه د همدې احساس پرمټ بیاموز کولی شو هر ډول را پېښ ناورینونه او سختې ستونزې کاملاً هوارې کړی شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button