افغانستان
امنیتي ځواکونو یو ماشوم له انسان تښتوونکو وژغوره
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه ماشوم ژغورلی، چې تېره ورځ د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد حریت نیوز ته ویلي، امنیتي ځواکونو تېره ورځ یاد ماشوم ژغورلی، چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی. د ښاغلي جمشېد په خبره، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دې، چې ماشوم یې دپيسو د ترلاسه کولو په موخه تښتولی وو. دا په تېرو څو اونیو کې څویم ځل دی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انسان تښتونکو له لوري ماشومان تښتول کېږي، خو د زړورو امنیتي ځواکونو د چټکو اقداماتو په صورت کې بیرته په یوه او یا څو ورځو کې ژغورلي او له خپلو کورنیو سره یې یوځای کړي دي.