افغانستانراپورونه

د فرهنګ او هنر معینیت د قرآن د نزول جشن ولمانځه

شریعت:روژه هغه میاشت ده، چې قران پکې نازل شوی دی او په اسلام کې دغه میاشت ځکه له نورو میاشتو غوره ګڼل کېږي، چې نسبت یې له قران سره شوی دی. د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت، د فرهنګ او هنر معینیت هم په همدې اړوند د کابل په تاريخي بڼ(د بابر بڼ) کې جشن نیولی و، چې د افغانستان د بېلابېلو ادارو چارواکو او عام وګړو پکې ګډون کړی وو. د غونډې لومړۍ برخه کې ځینو مسوولینو د قران او روژي په مناسبت خبرې وکړې، دویمه برخه یې د قران د تلاوت کولو او درېیمه برخه د قراني ایتونو نندارتون و، چې د ځینو چارواکو لخوا یې پرانیسته وشوه.
یاده غونډه کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د خلکو او فرهنګ رئیس سیف الرحمن محمدي د پیل وینا کې له راغلو خلکو مننه وکړه او ویې ویل چې مونږ دلته د قران او روژي په مناسبت راټول شوې یو او لمانځو یې.
د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق الله عزیزي خوښي وښوده چې د روژې په وروستۍ لسیزه کې د قران د نزول په مناسبت اړوند غونډه کې سره ټول شوي یو. هغه و ویل: دا خبره لکه لمر ښکاره ده او حقیقت لري، چې رمضان المبارک او قران عظیم الشان، د اسلامي امت د وحدت د مسلمانانو د انسجام، اخوت، مینې، ورورولۍ او د الهي عبادت یو داسې عبادتونه او لورینې دي، چې مونږ ته الله تعالی د دې امر کوي او دا راښئيي چې تاسې باید متفق، متحد و اوسئ، په خپلو لمنځو کې اختلاف ونکئ، په تاسې کې د هر رنګه رنګونو، قومونو، لسانونو، سمتونو، هېوادونو، مذهبونو چښتنان و اوسئ، هغه په خپل جای خو د الله تعالی د عبادت په وړاندې چې مونږه او تاسې درېږو، چې هغه خدایي کلام دی او رمضان مبارک ده په دې کې بیا ټول حله شوې. نوموړي روژه او قران د اسلام هغه څه یاد کړل، چې په وینا یې مسلمانان په کې اختلاف نلري او یو نظري دي. هغه قران یوازې د مسلمانانو لپاره نه بلکې د ټول انسانیت لپاره د پیغام سرچینه ګڼي او وایې چې قران د هر ملت، وخت او ترقۍ لپاره دی. نوموړي همدا رنګه زیاته کړه: زمونږ او تاسې سعادت، نېکبختي او کمال په دې کې ده، چې په همدې قرانکریم باندې تمسک وکو او د دغه قرانکریم له هغه پیغامه څخه چې هغه یو افاقي او نړۍ شموله ده، له هغه څخه مونږه او تاسې استفاده وکو.
د ارشارد، حج او اوقاف وزارت معین عزیزالرحمن منصور قرانکریم هغه پوهه، هدایت او رڼا ګڼي، چې په وینا یې له دې اوچته پوهه، رڼا او هدایت نشته دی، چې خدای پاک ټولې کامیابۍ له خپل کلام سره تړلې دي. ښاغلی منصور وایي چې هغه څه له نورو بهتره دي، چې نسبت یې له قران سره شوی وي، چې په وینا یې په همدې وجه لوح محفوظ، جبرایل(ع)، مکه او مدینه، ورقې نسبت نورو ته لوړ مقام لري، ځکه چې تعلق یې له قران سره دی. نو په همدې وجه د روژې میاشت هم له نورو میاشتو غوره ګڼي چې په وینا یې قران په همدې میاشت کې نازل شوی دی. نوموړی د پوهې په اړه وایي: پوهه په درې ډوله ده، یو خو د حواسو خمسوو پوهه ده، چې مونږ او تاسې ټولو حیواناتو ته خدای راکړې؛ د عقل پوهه چې انسانان، پېریان او ملایکې یې لري؛ د وحې پوهه چې د خدای پاک پوهه ده، دا هغه پوهه ده چې نه ورته حواس خمسه رسېږي او نه عقل. ښاغلی منصور همدارنګه وایي، چې روژه نه یوازې د قران د نزول بلکې د ټولو اسماني کتابونو د نزول میاشت ده.
د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور یاد جشن د مسلمانانو لپاره ویاړ ګڼي او وایي چې خدای پاک د انسان له پیدایښت وروسته دوه سلسلې په کار واچولې چې یوه د خدای د کتاب(کتاب الله) او بله د خدای پیغام رسونکو(رجال الله) سلسله ده. نوموړی وایي چې لومړی انسان ادم(ع) و او ورسره صحیفې هم وې، خو د خدای اخري استازی حضرت محمد(ص) او اخري کتاب قرانکریم دی او همدا پېغمبر او کتاب تر قیامته پورې د انسانانو د مشکلاتو حل دی.
هغه وایي، چې قران د تیارو، دوښمنۍ او جهالت له منځه وړونکی او د مینې، یووالي، ورورولۍ او د دونیا او اخرت نېکبختي ده او همدا قران د انسان لپاره یو هر اړخیزه قانون دی، چې وایي: قرانکریم دا یو دستور او قانون دی، د انسان لپاره کوم چې له دې نه بالاتر بل قانون ګرځېدی نسي او د دې قانون په موجودیت کې بیا بل څه تصور کول دا جرم، ګناه بلکې کفر ده. هغه د قانون جوړونکي لپاره څلور ځانګړنې(علم محیطه، شفقت، مطلق قادریت، غیرجانبداري) مهمې ګڼي او وایي چې خدای پاک دا ټولې ځانګړنې لري. دی وایي، چې د خارجیانو هغه قانون چې په افغانانو یې په زور مانه، افغانانو ته د زغملو نه و او د دوی ماته هم د افغانانو په قرانکریم عمل کولو کې وه. دهٔ د روسانو ماتې ته په اشارې وویل چې له دې ماتې وروسته نورو هېوادونو هم ومنله چې یو کمزوری ملت هم کولی شي، چې د ایماني وسلې په زور دغسې مرحلې ته ورسېږي او د افغانستان له بریا سره نړۍ ته د کامیابۍ طریقې په لاس ورغلې.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *