افغانستان
تېرو دوو کلونو کې پر بزګرانو ۷۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د ۷۰ زرو ټنو اصلاح شویو تخمونو پر وېش پریالي شوي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې دا تخمونه یې اړمنو بزګرانو ته د کرکیلې په موخه ورکړي دي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره د اصلاح شویو تخمونو د وېش تر څنګ یې کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
بل پلو، کروندګر د کرنې د پراختیا په پار د اصلاح شویو تخمونو وېش ګټور بولي او د کرنې وزارت د همکاریو د زیاتولو غوښتنه کوي.