انجنیر عزیر بریالی د دولتي ورځپاڼو رییس وټاکل شو
د معارف راډیو ټلویزیون پخوانی رییس انجنیر عزیر بریالی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو چارو د معینیت تر چتر لاندې د دولتي ورځپاڼو رییس وټاکل شو. انجنیر عزیر بریالی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي له لوري خپلو کارکوونکو ته وروپېژندل شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه. ښاغلي عزیزي نوموړي ته په خپلو چارو کې د بریا دعا وکړه. د هنر او فرهنګ مرستیال عزیر بریالی په خپلو چارو کې بریالی یاد کړ او د پخواني رییس مولوي محمد ابراهیم نبیل چوپړونه یې هم وستایل.ښاغلی بریالی د دولتي ورځپاڼو د پخواني رئیس مولوي محمدابراهیم نبیل ځایناستی ټاکل شوی او ښاغلي نبیل ته د معارف راډیو تلویزیون چارې سپارل شوي. nانجینیر عزیر بریالی د معارف راډیو تلویزون سلاکار او وروسته شاوخوا یو کال د یاد ریاست رئیس و. د ښاغلي عزیر په ریاست کې معارف راډیو تلویزیون نوي ساه ومونده، ښوونیز پروګرامونه یې نوي او عصري شول.
انجنیر عزیر بریالی په کمپیوټر ساینس کې لسانس لري. نوموړی د اسلامي امارت د لومړي پېر د بهرنیو چارو د وزیر مولوي وکیل احمد متوکل زوی او د ستر عالم او غرا شاعر شهید مولوي عبدالغفار بریالي لمسی دی. شهید بریالی د پښتو ژبې د هندي سبک شاعر و چې د حج د فریضې تر اداینې وروسته په کندهار هوایي ډګر کې کمونستانو ونیو او له شکنجو وروسته یې شهید کړ.