افغانستان
په سلګونو جریبه ځمکه د میوه لرونکونو بڼ جوړېدل
د ملي پراختیا شرکت مسئولین وایي، د بغلان ولایت د غوري سیمنټو فابریکې اړوند په سلګونه جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو بڼ جوړ شوی دی. د ترقي په نوم دغه بڼ کې چې د څاڅکو په سیسټم جوړ شوی زرګونه مېوه لرونکې ونې کېنول شوې، چې دغې سیمې ته یې د پام وړ ښکلا هم ورکړې ده. د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې داچې د دغو فابریکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، بلکي د دغو فابریکو په شاوخوا کې په سلکونه جریبه شاړه ځمکه هم په یوه ښکلی بڼ بدله شوې
ده.