افغانستان

بامیانو کې تېرکال شاوخوا ۵۰ زرو تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایي او معلومات ملي ادارې ویلي؛ د بامیان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۵۲ زره او ۷۶۱ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۹ زره او ۸۰۰ نوې برېښنايي او ۲۲ زره او۹۶۱ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس خیرالله مبارز ویلي؛ هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د یاد رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.ښاغلي مبارز زیاته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې درې زره او ۱۴۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۶ زره او ۳۶۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۵ زره او ۹۶۱ زېږون کارتونه او ۴۰۱ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.د یادونې وړ ده، چې بامیانو کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګې فعاله ده، هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي په دې څانګه کې تېر کال پر وېشل شویو برېښنایي پېژندپاڼو سربېره یو زر او ۶۲۴ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button