افغانستان
روان لمریز کال، ټول هېواد کې ۵۰۰ نوي خصوصي ښوونځي پرانیستل شوي
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، چې د روان کال له پيل راهیسې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ نویو خصوصي ښوونځیو فعالیت پیل کړی دی.د یادې ټولنې غړي او د خصوصي ښوونځیو مسولین د نویو ښوونځیو په فعالیت کې د پوهنې وزارت کړنې ستایي او په دېر برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو هرکلی کوي. یاده ټولنه ډاډ ورکوي چې د پوهنې وزارت سره ممکنه همکاري کوي او په ښوونیزه برخه کې ورسره ګډ کار ته چمتو دي.