بدخشان مرستیال والي؛ د اسلامي امارت پر وړاندې د بدخشي ولسونو پاڅون حقیقت نه لري
د بدخشان مرستیال والي قاري امین الله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په بدخشان کې د اسلامي امارت پر وړاندې کوم پاڅون نه دی رامنځته او د یادې پېښې اړوند خبرونه حقیقت نه لري.
قاري امین الله ویلي چې په درایم او ارګو ولسوالیو کې د ځوانانو او مجاهدینو ترمنځ ورانپوهاوی رامنځته شوی و چې د سپین ږیرو په منځګړیتوب یاده شخړه هواره شوې.
بل خوا د درایم ولسوال مولوي اعجاز الحق نبي زاده ویلي چې ددې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې لا هم د کوکنارو د اړولو کمپیاین روان دی.
د ښاغلي نبي زاده په قول، ددې ولسوالۍ ولسونو د کوکنارو د نه کرلو ژمنه هم کړې ده.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو منلې چې دوی د حکومت پر ضد د ناوړه اقدام هڅه نه ده کړې. د درایم اوسېدونکو او مجاهدینو ترمنځ ورانپوهای د نشه يي توکو د مبارزې د منسوبینو له خوا د کوکنارو د اړولو پر سر پېښ شو.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم تېره شپه په خپل اېکس لیکلي و چې د بدخشان پېښې ته د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی استول شوی چې هلته اوسمهال حالت عادي دي.