افغانستان
د کندهار-سپین بولدک ریل پټلۍ سروې ترسره شوه
د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وایي، چې د دغې ادارې تخنیکي پلاوي او د کندهار ولايت سیمهییزو چارواکو له لوري د کندهار-سپين بولدک ريل پټلۍ پروژې لومړنۍ سروې ترسره شوه. د یادې ادارې په وینا؛ دغه پروژه ۹۶کیلومتره اوږدوالی لري، چې کندهار ښار له سپین بولدک ولسوالۍ سره نښلوي.