افغانستان

بغلان کې ۴۵ زره کسانو ته د خوړو په مقابل کې د کار زمینه برابره شوې

د بغلان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ګڼو وزګارو کسانو ته د خوراکي توکو په بدل کې د کار زمینه برابره شوې او خلک په خپلو سیمو کې کار کوي.
د بغلان د اقتصاد رئیس عبدالمتین اخندزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته ۴۵ زره وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په خپلو سیمو کې پرې پلونه، پلچکونه، ویالې او ګڼ نور ځایونه جوړوي. اخندزاده وویل، چې دغه بشري مرستې یوازې د دې لپاره دي چې د خلکو لنډ مهالې ستونزې هوارې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *