افغانستان

سمنګانو کې د پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د سمنګان د احصائیې او معلوماتو ریاست په تېر یو کال کې د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۷میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس حبیب‌ الرحمن وقاص وایي، چې په دې ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د دوو فعالو څانګو او په ولسوالیو کې د کاغذي پېژندپاڼو په وېش څانګو کې نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کېږي.
وقاص زیاتوي، چې د یاد ولایت د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې په ټوله کې ۴۹ نارینه او ۹ ښځینه کارکونکي لري، چې په ورځني ډول د ۲۰۰ تنو د بایومټریک معلومات ثبتوي او همدې شمېر نورو غوښتونکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشي.
د نوموړي په وینا، د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته مثنی پېژندپاڼې، د زېږونونو او ودونو د ثبت خدمتونه هم وړاندې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *